
کېير سټارمر: د جګړې روان لوری باید بدل شي
د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې کېير سټارمر د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرټزوګ سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزې د روان وضعیت په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې کېير سټارمر د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرټزوګ سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزې د روان وضعیت په اړه خپلې ژورې اندېښنې څرګندې کړې دي.

د قطر د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې په دوحه کې د اسراییل د وروستي برید په ځای کې د یوه جسد پاتې شونې موندل شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور کړي راپور کې د افغانستان په ختیځو سیمو د وروستیو زلزلو له اغېزو اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په یادو سیمو کې له نیم میلیون څخه زیات خلک د زلزلې له امله سخت زیانمن شوي او په بېړني ډول بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د قطر پر پلازمېنې دوحې د اسراییل هوايي بریدونه د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د ۱۱مې پېښې وروسته د امریکا له خوا پر افغانستان د بریدونو سره پرتله کړی او زیاته کړې یې ده، چې پر قطر د اسراییل بمبارۍ په افغانستان کې د امریکا له بمبارۍ سره هېڅ توپیر نه درلود.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر او سفیر سهیل شاهین وایي، چې د دغه هېواد د پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو له یو شمېر چارواکو سره یې ځانګړې ناسته ترسره کړې ده.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو او په خېبرپښتونخوا کې د پوځي عملیاتو پر ضد توند دریځ غوره کړی او د دغو کړنو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني مرستیال اجمل عبید عابدي په یوې تازه مرکه کې ویلي دي، چې طالبان یوازې د یوې کورنۍ ډلې په توګه نه شي کتل کېدای، بلکې د القاعده تر مستقیمې اغېزې لاندې فعالیت کوي.

د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د ځانګړو استازو لومړنۍ ناسته څه موده وړاندې په تاشکند کې ترسره شوه، چې پایله یې د یوې دایمي سیمهییزې بڼې په توګه د «افغانستان او منځنۍ اسیا د اړیکو ډلې» رامنځته کول وو، ترڅو افغانستان د ستونزې پر ځای د همکار په توګه مطرح شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې غرمه مهال د غور ولایت د تولک ولسوالۍ په نعلبندان سیمه کې یوه چورلکه راپرېوتې ده. سرچینې وايي، چې په دې چورلکه کې د طالبانو د کانونو وزیر، د غور والي او یو شمېر نورو طالب چارواکو سفر کاوه. پېښه یوازې برسېرن ټپیان لري.

د برېتانیا د شاهزي هري خیریه بنسټ اعلان کړی، چې د غزې او اوکراین د ټپي ماشومانو د ملاتړ لپاره ۵۰۰ زره ډالر مرسته کوي. دا مرسته به د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو ژغورنې ادارې او د لندن امپیریال کالج اړوند د ټپيانو د څېړنو مرکز ته ورکړل شي.

د اسراییل هوايي ځواکونو په یمن کې د ایران پلوه یاغیانو پر مرکزونو پراخ بریدونه وکړل. په بریدونو کې د صنعا پلازمېنه او شمال پلو الجوف ولایت په نښه شوي دي. د اسراییل پوځ ویلي، چې په عملیاتو کې تر ۱۰ ډېرې جنګي الوتکې ښکېلې وې او پر ۱۵ اهدافو یې شاوخوا ۳۰ بمونه غورځولي دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضلالرحمان په اسلاماباد کې د طالبانو سفارت ته ورغلی او د دې ډلې له سفیر سردار احمد شکیب سره يې په ختیزو ولایتونو کې د زلزلې د قربانیانو په تړاو خواخوږي څرګنده کړې.

د افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي چې ددغې ادارې رییس د ترکیې د سرې میاشتې له رییس نعیمالله کریمي سره د وروستۍ زلزلې د زیانمنو شویو لپاره د غوره خدمتونو ، همکاریو د پیاوړتیا او د مرستو د زیاتوالي په اړه خبرې کړې دي. ترکیې له زلزلهځپلو سره د مرستو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د سراج الدین حقاني په مشرۍ د رهبرۍ ناسته ترسره شوې او په دې ناسته کې حقاني د دې ډلې پولیسو ته له خلکو سره پر ښه چلند کولو ټینګار کړی دی.

د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې نوې مشرې او د جرمني د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې انالینا بربوک ددغه سازمان د ۸۰یمې ناستې په پرانېستونکې وینا کې وویل، چې افغان نجونو ته، چې له زده کړو او خپل ماشومتوب محرومې دي، باید خپل راتلونکی بېرته ورکړل شي.

د طالبانو د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم خبرداری ورکړی چې د پخواني نظام د چارواکو « ناکامي، فساد او له شرم ډکه تېښته» دې د اوسني نظام د مسوولینو لپاره عبرت وي. هغه ټینګار کړی، چې نافرماني او سرکشي د پخوانیو حکومتونو د سقوط اساسي لامل و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې تېره ورځ یې په کابل، لغمان او بلخ لایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۸ کسان د نشه يي توکو د پېر، پلور او قاچاق، له کوره د تېښتې او «اخلاقي فساد» په جرمونو په عام محضر کې په دُرو وهلي او زنداني کړي دي.

کابل کې د متحده عربي امارات سفیر عیسی سالم محمد الظاهري د کار موده پای ته ورسېده. نوموړي نن په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.

د پاکستان د فدرالي پلټنو ادارې (ایف ای اې) د پېښور د درغلیو ضد څانګې په یولړ عملیاتو کې پنځه افغان وګړي د پاکستاني سفري اسنادو د جوړولو په تور نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د خپل راتلونکي شپږ میاشتني پروګرام د پليتابه او تر ۲۰۰زره ډېرو زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو مرستندویانو د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.

په داسې حال کې چې د ختیزو ولایتونو خلک لا د تېرې مرګونې زلزلې له زیانونو، نه دي راوتلي، د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په سوتن او جان شيګل کليو کې د نننۍ زلزلې له امله یو ځوان او یو ماشوم ټپیان شوي.