
افغان کډوال: ملګري ملتونه دې له کډوالو سره د ترکي ځواکونو د ناوړه چلند په اړه څېړنه وکړي
یوشمېر افغان پناهغوښتونکو د ترکيې سرحدي ځواکونه تورن کړي، چې د ایران او ترکیې پر پوله یې د دوی پر وړاندې له وهلو او ربړونې کار اخیستی. د افغانستان انټرنشنل لهخوا په ترلاسه شوې ویډیو کې دغه کډوال وايي، چې د ترکيې سرحدي ځواکونو «د کډوالو غوږونه پرې کړي دي».



















