
بلوچستان کې د لاسي بم چاودنه؛ یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي
د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو پر یوه کور لاسي بم ګوزار کړی، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په خضدار ولسوالۍ کې ناپېژاندو کسانو پر یوه کور لاسي بم ګوزار کړی، چې له امله یې یو اته کلن ماشوم وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان دي.

د استرالیا «اېبيسي نیوز» شبکې راپور ورکړی، چې د سېډني د وروستۍ پېښې یو بریدګر په ۲۰۱۹کال کې د استرالیا د استخباراتي ادارو لهخوا داعش پورې تړلې ډلې سره د احتمالي اړیکو په تړاو تر څار لاندې و.

د طالبانو د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۵۷مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پروژه مخ په بشپړېدو ده. دغه شرکت وایي، دا په ټول هېواد کې د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه ده چې په کلني ډول به ۲۴زره مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیبالله علي خېل په تهران کې د ایران رابلل شوې سیمهییزه غونډه د افغانستان په اړه د ایران د نفوذ د پراخولو هڅه بللې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د نه ګډون له امله یې پایلې ښايي محدودې وي.

د افغانستان د کورنیو تولیداتو ټولنه د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره باید په دولتي ادارو کې کار واخیستل شي. دوی وایي، د افغانستان کورني تولیدات اوس لوړ کېفیت لري؛ خو د طالبانو حکومت لا هم په قراردادونو کې له بهرنیو تولیداتو ګټه اخلي.

د خیبرپښتونخوا د پېښور یوې محکمې افغانې زدهکړیالې روبي ته لنډمهالې اجازه ورکړې، چې له پاسپورټ پرته دې په طبي برخه کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي. یادې محکمې د خیبر میډیکل پوهنتون مرستیال رییس او د نوملیکنې کمېټې مشر ته خبر ورکړی، چې د دغه زدهکړیالې غوښتنو ته رسمي ځواب ورکړي.

یوشمېر اسلامي هېوادونو د استرالیا د سېډني ښار په بونډاي ساحل کې په یهودي ټولنې برید غندلی او هغه یې یوه «ترهګریزه» پېښه بللې ده. سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې، قطر او ایران دا یو «هګریز» عمل بللی دی.

د ایران پارلمان ویلي، د ملي کډوالۍ سازمان په نوم یوه داسې طرحه یې مخ په بشپړېدو ده چې له مخې یې ولایتونه مسوولیت لري؛ څو د بهرنیو کارګرو اړوند د کاري ځواک اړتیاوې روښانه کړي. ایراني رسنۍ وایي، د یادې طرحې پر بنسټ به بهرنیو کارګرو ته کاري پېژند پاڼې هم ورکړل شي.

د ۲۰۲۵کال اسیا جام سیالیو پر دوام د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه (د لېندۍ ۲۴مه) د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. په دغه سیالیو کې افغان لوبغاړي نیمهپایلوبې ته د رسېدو لپاره په نننۍ لوبه کې بریا ته سخته اړتیا لري.

د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ اړوند تیراه دره کې له تېرو دوو کلونو راهیسې یو ځل بیا نا امنۍ ډېرې شوې او له همدې امله د خلکو ورځنی ژوند هم ګډوډ شوی دی. راپورونه وایي، دغه دره کې اقتصادي چارې ټکنۍ شوې او سلګونه کورنۍ د سرونو خوندیتوب لپاره مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د ایران پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۳مه) ۱۲ هغه افغان کډوال نیولي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نهلاره. دغه کډوال د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي. پولیسو همداراز د یادې پېښې په تړاو دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي دي.

د اسټرالیا د نیو ساوتولز پولیسو ویلي، چې د متحده ایالاتو د استخباراتي راپورونو او د نوید اکرم د موټر چلولو د جواز پر بنسټ چې د بونډای د ډزو له دوو بریدګرو څخه دی، هغه د پاکستان تابعیت لري او په سیډني کې ژوند کوي.

د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاهمحمود میاخېل وایي، ایران او پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په تړاو مثبت رول نهدی لوبولی او تل یې هڅه کړې، چې د کمزوري افغانستان په موجودیت کې خپلې ګټې خوندي کړي.

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ، یاد شمېر کسان «د نشهیي توکو د کار و بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»

اسټرالیايي چارواکي وایي، د بونډای د ډزو په پېښه کې د ټپي شویو اوو کسانو روغتیایي وضعیت نازک دی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول وايي، ټاکل شوې د روان کال تر پایه له پاکستانه جرمني ته د افغان پناهغوښتونکو د لېږدونې بهیر پای ته ورسېږي. هغه په پاکستان کې د په تمه افغانانو وضعیت ډېر خراب وباله او په ټينګار سره یې ویلي، د دغو کسانو لېږدونه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زدهکړو پلوی او فعال مطیعالله ویسا چې د نجونو د زدهکړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري بندي شوی و، تازه یې د قطر د امیر لهخوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.

د حکومتولۍ د څرنګوالي په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له تُوندو څرګندونو وروسته ډېری طالب چارواکو له هبتالله اخوندزاده پر اطاعت کولو ټينګار کړی دی. د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم ویلي، د هبتالله فرمان که په خوښۍ کې وي او که هم په ناخوښۍ کې، اطاعت یې واجب دی.

د اسټرالیا پولیسو اعلان وکړ، چې په سیډني کې د یهوديانو په مراسمو د برید مشکوک کسان یو پلار او زوی دي او پولیس د درېیم عامل په لټه کې نه دی.

د خېبرپښتونخوا پولیسو په ۲۰۲۵ کال کې د امنیتي پېښو په اړه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په یاد ایالت کې د پولیسو په ګډون ۵۰۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ایران پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ ۱۲ تنه بېاسناده افغان کډوال نیولي او د بهرنیو وګړو د اخراج مرکز ته یې لېږدولي دي.