
د اسټرالیا پولیس: د سیډني د پېښې مشکوک عاملین یو پلار او زوی دي
د اسټرالیا پولیسو اعلان وکړ، چې په سیډني کې د یهوديانو په مراسمو د برید مشکوک کسان یو پلار او زوی دي او پولیس د درېیم عامل په لټه کې نه دی.

د اسټرالیا پولیسو اعلان وکړ، چې په سیډني کې د یهوديانو په مراسمو د برید مشکوک کسان یو پلار او زوی دي او پولیس د درېیم عامل په لټه کې نه دی.

د خېبرپښتونخوا پولیسو په ۲۰۲۵ کال کې د امنیتي پېښو په اړه خپور شوي راپور کې ویلي، چې په یاد ایالت کې د پولیسو په ګډون ۵۰۲ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د ایران پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ ۱۲ تنه بېاسناده افغان کډوال نیولي او د بهرنیو وګړو د اخراج مرکز ته یې لېږدولي دي.

د سیدني مورنینګ هرالډ ورځپاڼې د یوه اسټرالیایي وزیر په وینا راپور ورکړ، چې د اسټرالیا د سیډني په بونډای ساحل کې د حنوکا پر مراسمو د برید د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شوی دی.

د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي د طالبانو له هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې هېڅ افغان باید له هېواد څخه بهر په جګړو کې برخه وانخلي.

د اوکراین ولسمشر اعلان کړی، چې کیېف د ناټو د غړیتوب له هدف تېر شوی او له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه یې د لویدیزو هېوادونو پر امنیتي تضمینونو موافقه غوره ګڼلې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، چې نننی افغانستان نور د بحران مدیریت لپاره موضوع نه ګڼل کیږي. ذاکر جلالي ویلي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه کې په افغانستان کې د فرصتونو او ظرفیتونو په تړاو د عباس عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور ویلي، چې د یادې ډلې د کابینې او د ریاست الوزرا په غوښتنه او د هبت الله د حکم په اساس، د نفت او ګازو په نوم نوې خپلواکه اداره منظور شوه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند ویلي، چې د کابل د ۱۶مې ناحیې د الوخېلو په سیمه کې د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس د رغونې چارې چې د یوې حقوقي دعوې له امله ځنډیدلې وې، نن بېرته پیل شوې.

د احمد په نامه یو مسلمان، چې د اسټرالیا په سیډني ښار کې یې پر یوه بریدګر ورټوپ کړل او وسله یې ترې یووړه، په دغه هېواد کې د اتل په توګه ستایل شوی. د نیو ساوت وېلز ایالت لومړي وزیر کریس مېنز دغه کس ریښتینی اتل وباله او ویې ویل، چې د هغه د زړورتیا له امله نن ډېر خلک ژوندي دي.

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي په بلخ کې د افغان–امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له رييس جیفري ګرایکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلی دی. په دې لیدنه کې له بېلابېلو هېوادونو سره د ګډو سوداګریزو خونو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

د اسټرالیا د سیډني ښار د نننۍ ترهګریزې پېښې یو بریدګر د نوید اکرم په نامه اعلان شوی، چې د سیډني په جنوب لوېدیزه بوني رېګ سیمه کې اوسېده. یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي د هغه پر کور د پولیسو چاپه روانه ده.

سرچینو ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ترهګرۍ ضد چارواکو خبرداری له پامه غورځولی او هغو افغانانو ته یې امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړې چې ددوی په وینا، له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب ویلي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نشته او هیڅ مشر په دې فکر کې نه دی، چې د ملا هبت الله اخوندزاده ځایناستی شي. د نوموړي څرګندونې ظاهرا د سراج الدین حقاني د خوست د سفر په اړه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د مولانا جلال الدين بلخي د پلار د خانقاه ترميم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته شوې. په یاده ناسته کې د تیکا موسسې په مرسته د خانقاه د بیارغونې او شاوخوا ساحې منظمولو په موخه د یو پارک جوړېدو پلان وړاندې شو ی دی.

ایران وايي، چې د تهران په غونډه کې د طالبانو د استازي نه ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ پر روانو اړیکو او همکاریو اغېز نه لري. د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا عمومي رییس محمدرضا بهرامي وویل، چې دوی د طالبانو د پرېکړې درناوی کوي.

د اسټرالیا چارواکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ د سیډني د بونډای ساحل په سیمه کې د یهودانو د یوې مذهبي غونډې پر مهال وسلهوالو ډزې وکړې چې له امله یې لس کسان ووژل شول او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شول. د نیو ساوت وېلز پولیسو وویل چې دوه کسان یې نیولي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ میلیونه او ۲۸۳ زرو تنو ته رسیږي او له ۲ میلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په روان کال کې د شاوحوا ۷۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه د اروپا، امریکا، کاناډا ترڅنګ قطر، ایران او سعودي عربستان ته صادره شوې ده. د یادې خونې امر په وینا، دا د تېر کال په پرتله درې برابره دېروالی ښیي.

د جرمني چارواکو ویلي چې پنځه تنه یې د جنوبي باویریا د کرسمس پر یوه بازار د برید د پلان په شک نیولي. د پولیسو د اعلامیې له مخې، درې مراکشيان، چې عمرونه یې ۲۲، ۲۸ او ۳۰ کاله دي، یو ۵۶ کلن مصری او یو ۳۷ کلن سوریایی د جمعې په ورځ د جرمني او اتریش ترمنځ سوبن سرحدي تمځي کې ونیول شول.