
روانه اونۍ؛ د پاکستان له زندانونو تر ۵۰۰ ډېر افغانان خوشې شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غویي ۱۰مه) خبر ورکړی، چې په روانه اونۍ کې ۵۲۷ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته د تورخم او سپین بولدک له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.



















