
طالبان وايي چې تاجکستان د دې ډلې ۳۵۰ وسلهوال مخالفان روزي
د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ په داونګ سرحدي سیمه کې د طالبانو او تاجکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته، د دواړو لوریو چارواکو سره ولیدل. طالبانو په دې ناسته کې پر تاجکستان تور لګولی، چې ددوی ۳۵۰ وسله وال مخالفان روزي.



















