
د چیچنیا د مشر خبرداری: پر کروزني د ډرون برید به اوکراین ته ګران تمام شي
د روسیې د نیمهخودمختاره سیمې چیچنیا مشر رمضان قادریوف پر ګروزني د اوکراین ډرون برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.

د روسیې د نیمهخودمختاره سیمې چیچنیا مشر رمضان قادریوف پر ګروزني د اوکراین ډرون برید غندلی او خبرداری یې ورکړی، چې اوکراین ته به سخت ځواب ورکړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په ۶ ولایتونو تخار، هرات، ننګرهار، کندهار، بلخ او کابل کې به د غېر پلان شویو ساحو له ودې او پراختیا مخنیوي پيل کړي. طالبانو زياته کړې، له دې اقدام څخه یې موخه د ښارونو منظمه پراختیا، د زېربناوو د ستونزو کمښت او د خدماتو اسانه کول دي.

العربیه شبکې د سوریې د راپرځول شوي ولسمشر بشارالاسد ځینو شخصي ویډیوګانو ته لاسرسی موندلی، چې په هغو کې اسد په سوریه کې د موټر چلولو پر مهال له خپلې رسنیزې مشاورې لونا الشبل سره د هېواد د یوې برخې اوسېدونکو او سرتېرو ته سپکې سپورې خبرې کوي.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي، چې یو ملي سوداګر هره ورځ د یوه ښوونځي پر زدهکوونکو یو ټن انار او د انارو اوبه وېشي. نوموړي د دغه سوداګر اقدام د بزګرانو او کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یو نوښت بللی.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې روسیه له اوکراین سره د سولې پر ځای د جګړې د پراخولو په لټه کې ده. روسیې تېره شپه د اوکراین د انرژۍ او ټرانسپورټ پر تاسیساتو پراخ بریدونه کړي دي.

د یونان د سمندري ساتونکو یوه چارواکي ویلي، چې د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) ۱۸ کډوال هغه مهال ډوب شول، کله چې د دوی کښتۍ د یونان د سوېلي ټاپو «خريصي» څخه ۴۰ کیلومتره لرې په سمندر کې چپه شوه. هغه زیاته کړې، چې دوه کسان له اوبو ژغورل شوي دي.

د طالبانو د پوځ، کورنیو چارو او کانونو وزارت مسوولینو د تخار او بدخشان له طالب والیانو سره یو ځای د شپې ناوخته په بدخشان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ارزونې په موخه ناسته وکړه.

د «زه افغان نه یم» کمپاین په دوام، د تېر جمهوري نظام پر مهال مرستیال ولسمشر امرالله صالح یو ځل بیا غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، هر هغه څوک چې د خپل هویت د نهمنلو دریځ غوره کوي، باید د افغان او افغاني هویت له تاریخي حماسو سره خپل تړاو روښانه کړي.

په هلمند کې طالب مسوولین وايي، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند له بېلابېلو لارو په ناقانونه توګه د ۵۹ ټُنه خوراکي او غېر خوراکي توکو له واردېدو مخنیوی شوی دی. سره له دې چې یادو مسوولینو د مبدا هېواد په تړاو څه نهدي ویلي، خو هلمند د ډیورند کرښې له لارې له پاکستان سره لاره لري.

د طالبانو د ټرافیکو پولیس وایی، له ۵ ورځو راهیسې د هغو موټرو د راټولولو بهیر پیل شوی، چې ثبت شوي نه دي. د طالبانو د ټرافیک پولیسو د تامیناتو مشر حکمتالله سمیر وایي، دې موټرو ته په کابل کې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

د سوریې موقتي ولسمشر احمدالشرع د دوحې په ۲۳مه ناسته کې ویلي، چې د افغانستان او عراق جګړو کې بېګناه ملکي وګړي وژل شوي او د ده په وینا، ریښتینی ترهګر هغه څوک دی چې ملکي خلک په نښه کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، که واشنګټن خپله تګلاره او دریځ بدل کړي، تهران د اټومي او سیاسي مذاکراتو د بیا پیل لپاره چمتو دی.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل وايي، پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د سیمې هر هېواد ته جلا جلا افراطي ډلې جوړې کړي او د هر هېواد پر ضد ترې استفاده کوي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ وروستۍ نښتو ته په اشارې سره ویلي، چې دا د «بادارانو او د هغوی د خپلو نوکرانو» ترمنځ جګړه ده.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر وايي، د «مدرسې او لېسې او د پوهنتون او حجرې» بېلول غربي فکر دی. نورالله نوري ټینګار کوي: «اشغالګر د یوې دسیسې له مخې هڅه کوي په دې برخه کې ګډوډي رامنځته کړي.»

د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې د نړېدو له امله د یوې کورنۍ د یوې ښځې په ګډون ۳ کسان مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۵مه) د یادې ولسوالۍ په چېل سیمه کې رامنځته شوې ده.

په کندهار کې د واک او نفوذ د معادلې تر شا یو نوم په تکرار سره یادېږي «ملاشیرین»؛ هغه کس چې د طالبانو د مشر له تر ټولو نږدې او باوري ملګرو ګڼل کېږي او له همدې اړیکو په استفادې په کندهار کې داسې موازي ځواک جوړوي، چې ان د طالبانو امنیتي او استخباراتي ادارې هم ورسره موافق نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی ذاکر جلالي وايي، چې د دوحې فورم د سیمه ييز نښلون په چوکاټ کې د افغانستان پر رول له بحث څخه څرګندیږي، چې د افغانستان په اړه پخوانی امنیتي او د کړکېچ لید په تدریجي ډول د نښلون، او اقتصادي ودې پر نوي روایت بدلېږي.

په مسکو کې د طالبانو سفارت وايي چې طالب سفیر ګل حسن حسن د پانګونې او اقتصادي «دوم تاوریچسکي» فورم کې کډون کړی. دوی زیاتوی، چې د فورم په ترڅ کې د خرسون والي ولادمیر سلدو ویلي، چې دغه سیمه چمتو ده، چې افغانستان ته زراعتي محصولات، په ځانګړي ډول غنم صادر کړي.

د ایران د پارلمان او د بودیجې د کمېسیون غړي محسن زنګنه ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې زر تنه افغان پانګوال او متشبثین د اسعارو د ستونزو له امله له ایران څخه وتلي او خپل فعالیتونه یې په افغانستان کې پیل کړي دي.

د طالبانو د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند وايي، چې نن ددې ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې ناچاودې مرمۍ د چاودنې پېښه رامنځته شوې ده. سید طیب حماد زیاتوي چې د چاودنې په پایله کې درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.