
د لوګر په سرخاب بند کې شاوخوا ۹ میلیونه مکعب متره اوبه زیرمه شوې
د طالبانو د لوګر ولایت د فرعي سیندیزې حوزې مسوولان وایي چې د وروستیو ورښتونو له امله په سرخاب بند کې شاوخوا ۹ میلیونه مکعب متره اوبه زیرمه شوې دي چې دا کچه په تېرو لسو کلونو کې بېسارې بلل کېږي.



















