
د فقر اوج؛ طالبانو په جلالاباد ښار کې ۹۱ سوالګر راټول کړل
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په جلالاباد ښار کې د نجونو ماشومانو په ګډون د۹۱ سوالګرو له راټولولو خبر ورکړ. دوی وايي، دغه ماشومان یې تر بایومتریک وروسته مرستندویه ادارو ته معرفي کړي دي.



















