
ملګرو ملتونو پر لبنان د اسراییل بریدونه وغندل او د جګړې د سملاسي درولو غوښتنه یې وکړه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ویلي، چې انتونیو ګوترېش «په څرګنده توګه» د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) پر لبنان د اسراییل پراخ بریدونه وغندل. په اعلامیه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په لبنان کې د ملکي تلفاتو د زیاتوالي له امله «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې.



















