
د بښنې نړیوال سازمان د عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض له حق څخه سرغړونه بللې
د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض د حق ښکاره سرغړونه ده.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې د پاکستان تحریک انصاف د پلویانو او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د خویندو نیول د سولهییز اعتراض د حق ښکاره سرغړونه ده.

د لبنان د روغتیا وزارت ویاند رویټرز ته ویلي چې د چارشنبې په ورځ په ټول لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې ۸۹ تنه وژل شوي او ۷۰۰ ټپیان دي. ویاند زیاته کړه چې پر جنوبي لبنان په بریدونو کې ۱۲ طبي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې مولوي هبت الله په یوه حکم کې د کندهار ښار د څلورمې امنیتي حوزې امر د تخار د امنیه قوماندان او د تخار امنیه قوماندان په کندهار کې د څلورمې حوزې د امر په توګه ټاکلي دي.

والسټریټ ژورنال راپور ورکړی چې امریکا د هغو افغان پناه غوښتونکو د انتقال لپاره چې د قطر په یوه کمپ کې پراته دي، له دوو افریقایي او یوه اسیایي هېواد سره خبرې کړې دي. د دغو هېوادونو نومونه لا روښانه نه دي. عربو او مسلمانو هېوادونو دغه کډوال نه دي منلي.

د ډله ییز امنیت سازمان څلور څلویښتمې ناستې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل چې له افغان خاورې د احتمالي خطرونو او ګواښونو کچه لا هم لوړه ده.

افغانستان د بېلابېلو طبیعي او غیرطبیعي لاملونو له مخې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د بېلابېلو طبیعي پېښو له ګواښونو سره مخ دی. نه پرمختګ، اوږدو جګړو، ضعیفې حکومتولۍ او د حکومتونو پرځېدلو په څېر عواملو د طبیعي پېښو پر وړاندې زیانمنتیا نوره هم زیاته کړې ده.

د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اونیز اوربند له اعلان وروسته، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، کویټ او بحرین ویلي، چې ایران پرې توغندیز او ډرون بریدونه کړي دي. په دغو بریدونو کې ځینو تاسیساتو ته زیان اوښتی او یو شمېر کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د یوې اعلامیې په په ترڅ کې ویلي، چې په ارومچي کې له پاکستان سره د چین په منځګړتوب خبرې په رغنده فضا کې وشوې او د دوه اړخیزو اړیکو، امنیتي او سیمهییز ثبات اړوندو مسایلو په اړه هر اړخیز بحثونه وشول.

په ارومچي کې د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو له پای ته رسېدو وروسته، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ویلي چې د دواړو لوریو ترمنځ د هوکړې مادې دې له ولس سره شریکې شي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر ډیورنډ کرښه د خوست په غلام خان او مستربل سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ یوځل بیا نښته پیل شوې او دواړې خواوې د سپکو او درندو وسلو ډزې کوي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، چې په تېرو ۱۳ ورځو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د بارانونو، واورو، سېلابونو، زلزلې، د کورونو د چتونو نړېدو او غره ښوېېدو په پایله کې ۱۴۷ کسان مړه شوي، ۲۱۶ ټپیان او ۸ تنه نور لادرکه دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په ټیلیفوني خبرو کې روانه اونۍ په اسلاماباد کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو د کوربهتوب خبر ورکړی.

د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو ورښتونو او تېزو بادونو له امله درې کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د پنجاب د ژغورنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) ويلي، چې د یاد ایالت په بهکر ولسوالۍ کې د چت پرېوتو په دوو جلا پېښو کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

د نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۳کال له پیل راهیسې طالبانو په نشهيي توکو زرګونه روږدي کسان راټول کړي او په داسې مرکزونو کې یې ځای پر ځای کړي دي چې ځینې یې په پوځي سیمو کې موقعیت لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د اوبو د ناسم مدیریت له امله موسمي بارانونه په ویجاړوونکو سېلابونو بدلېږي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ارومچي کې د پاکستاني چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له کومې څرګندې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي او د دواړو لوریو پلاوي خپلو هېوادونو ته ستانه شوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان او پاکستان د ارومچي د سولې په خبرو کې هوکړه کړې چې د شخړې لپاره یو هر اړخیز حل ولټوي.

ځايي طالب چارواکي وايي، چې له تېرې شپې راهیسې په کونړ او لغمان کې د سختو بارانونو او ورښتونو له کبله ۵ تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي. په دواړو ولایتونو کې نږدې ۶۰۰ کورونه زیانمن شوي او تر ۱۰۰۰ جریبه زیاته ځمکه تخریب شوې ده.

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۶کال کې په افغانستان کې ۴.۲ مېلیونه خلک بېړنۍ سرپناه او غېر خوراکي توکو ته اړتیا لري او وروستیو ناڅاپه سېلابونو دغه اړتیاوې لاپسې زیاتې کړې دي.

د طالبانو د پېښو سره د مبارزې ادارې مشر ملانورالدین ترابي وايي، چې په افغانستان کې ۷ مېلیونه خلک اوسمهال د ماینونو او ناچاوده توکو له ګواښ سره مخ دي. هغه له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي، چې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د پاکولو لپاره مرسته وکړي.

د سوېلي وزیرستان قبایلي سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو د روغتیايي اسانتیاوو د نشتوالي له امله د پېښور سترې محکمې ته مراجعه کړې او هلته یې پر ټولو روغتیایي اسانتیاوو سمبال د یوه مرکزي روغتون د جوړولو غوښتنه کړې ده.