
انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې وروستي بریدونه وغندل
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې وروستي توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او د سمدستي او له شرط پرته اوربند پر اړتیا یې ټینګار کړی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر اوکراین د روسیې وروستي توغندیز او ډرون بریدونه غندلي او د سمدستي او له شرط پرته اوربند پر اړتیا یې ټینګار کړی.

په کندهار کې د طالبانو د غصب د مخنیوي کمېسیون غړي وايي، یو شمېر غاصبین او زورواکي هڅه کوي، چې د دوی د کارونو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي او فشار زیات کړي. د دغه کمېسیون غړي وايي، چې یوازې د هبتالله فرمان عملي کوي او د هېڅ فشار پروا نه لري.

د نورستان یو شمېر قومي مشرانو نن د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته په یوه لیک کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د والي سربېره ۲۱ ولایتي چارواکي او رییسان له دوی سره په د دوی په ژبه نه پوهېږي او پخواني نورستاني چارواکي یې له دندو ګوښه کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د بنو عدالت نن د ګیلهمن وزیر ورور عرفات او د هغه د تره زوی حاضرخان بنديان کړي دي.نوموړي زیاته کړې، د پاکستان عدالت او پولیس د دې پر ځای چې د ګیلهمن کورنۍ ته انصاف ورکړي، برعکس یې شکنجه کوي او ځوروي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د کابل سناتوریم اوسېدونکي په جبري توګه له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي او کورونه یې خپل او خپلوانو ته سپارلي دي.

که څوک د برتانیا پارلمان سیاسي جوړښت سره بلد نه وي، ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې له تازه څرګندونو به داسې وانګیري چې ګواکې د یوه افراطي ښي اړخي ګوند استازې ده او هغه کیڼ اړخی حکومت چې یونیم کال مخکې د بشرپالنې او کډوالپالنې شعارونو سره واک ته رسېدلی و، اوس شیندل شوی.

اسرايیلي هوايي بریدونو د چارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې ۱۰ فلسطینیان وژلي دي. ډاکترانو وویل چې دوه کسان د غزې ښار په ختیزه شجاعیه سیمه او څلور نور د نږدې زېتون په سیمه کې وژل شوی. درېیم هوايي برید د خان یونس لویدیز پلو په مواسي سیمه کې څلور فلسطینیان وژلي دي.

د اوکراین پارلمان ددغه هېواد د عدلیې وزیر هرمان ګالوشچینکو او د انرژۍ وزیره سویتلانا هرینچوک د درغلیو په تور له دندو لرې کړل. په درغلیو کې د هغه تلویزیوني تولیدي شرکت شریک هم شامل دی چې زېلېنسکي له ولسمشر کېدو وړاندې د هغه د سریال له لارې مشهور شوی و.

د طالبانو تر واک لاندې د دولتي شرکتونو ریاست اړوند د ارزاقو دولتي شرکت وایي چې خپلې ځنځیري مغازې بېرته پرانېزي. یاد شرکت ددې چارې هدف د خپلو عوایدو لوړول او خلکو ته اسانتیا را منځته کول بللي.

د طالبانو د اصلاحي کمیسیون پخواني رییس عبدالرحمن منیر نن د چارشنبې په ورځ، ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې د نوي معیین په توګه دنده پیل کړه، خو پخواني معیین محمد قاسم خالد چې یوازې یې ۲۸ ورځې دنده ترسره کړه، د نوي معیین په معرفت غونډه کې ګډون نه دی کړی.

د اوکراین چارواکو ویلي چې په ترنوپیل ښار کې د روسیې بریدونو ۱۹ کسان وژلي او ۶۶ نور یې ټپیان کړي دي. هممهاله، په شمال ختیځ خارکیف ښار کې د روسیې په یوه ډرون برید کې یوه ودانۍ او څو موټر زیانمن شوي او ۳۲ کسان ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د چارشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې وکړې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ په کیېف کې د امریکا د پوځ له چارواکو سره وګوري.

ازبکستاني رسنیو خبر ورکړی چې له ۱۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو په کابل کې د امام ابوحنیفه څلورم نړیوال نندارتون او سوداګریز بازار په ترڅ کې له افغان شرکتونو سره په ټولیز ډول د ۳۶میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې د څښاک اوبو د ستونزې د حل په موخه له شاتوت بند څخه د اوبو لېږدونې پروژې لپاره یو میلیارد افغانۍ ځانګړې شوې او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

په دې وروستیو کې د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود داسې یوه طرحه اعلان کړې چې په تېرو ۸۰کالونو کې د کډوالو پر وړاندې تر ټولو سخته بلل کېږي. د برېتانیا د حکومت دغه نوي اقدامات افغانان او نور کډوال د دایمي مېشتیدو لپاره تر ۲۰کلونو انتظار ته اړباسي.

عبدالغفور لېوال، چې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او ډیپلوماتیکو چارو پېژندل شوې څېره ده، د نومبر له ۲۴مې نېټې به د افغانستان انټرنشنل تلویزیون په «سپړنه» خپرونه کې پر فرهنګي او تاریخي مسایلو بحثونه وړاندې کوي. دغه خپرونه د کابل پر وخت په اونۍ کې ۵ ورځې د شپې پر ۱۰ بجو خپریږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني اعلان کړی چې د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې شپږ ميليونه افغان کډوال میشت دي. نوموړي د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته وويل چې تر دې دمه يو نيم ميليون افغان کډوال له ايران نه شړل شوي.

د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري اعلان کړی چې په پنجاب کې د ناقانونه مېشتو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو په اړه معلوماتو ورکوونکو ته به نغدي انعام ورکول کېږي.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د مرکزي دارالافتا غړو د دوشنبې او سې شنبې په ورځ په کندهار کې مشورتي ناسته کړې او په دې ناسته کې یې له پاکستان سره د ستونزو د حل، د پاکستان د استفتا او «احتمالي فتوا» په اړه خبرې کړې دي.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د ختیزو ولایتونو د زلزلهځپلو سیمو د بیا رغونې لپاره نږدې ۱۲۹میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، خو نړیواله مرسته ورځ تر بلې کمېږي.

د هند دبهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نوي ډیلي ته رسېدلی او دوی یې تود هرکلی کړی. نورالدین عزیزي به په دغه پنځه ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او هوايي دهلیز وغږیږي. هغه د ډیلي په نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم ګډون کوي.