
طالبان: د افغانستان اقلیمي وضعیت د اندېښنې وړ دی
د طالبانو د چاپېرال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الله خالص په بلخ ولایت کې د شمال زون په کچه د چاپېریالي وضعیت ارزونې په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت له ستر او جدي ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو د چاپېرال ساتنې ملي ادارې رییس مطیع الله خالص په بلخ ولایت کې د شمال زون په کچه د چاپېریالي وضعیت ارزونې په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت له ستر او جدي ګواښ سره مخ دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، چې په هرات کې د پاشدان بند جوړولو چارې بشپړې شوي دي او تر راتلوونکو ۱۴ ورځو یې ګټې اخیستنې ته سپارې. عبدالطیف منصور دغه بند ډېر مهم او حیاتي بللی دی.

د باجوړ د سولې جرګې او ټيټيپي ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د جمعې په ورځ پای ته ورسېد. جرګې له طالبانو وغوښتل چې یا دې افغانستان ته ستانه شي، یا دې جګړه پریږدي او غرونو ته ولاړ شي. ټيټيپي ژمنه کړې چې دا غوښتنې به له خپلو مشرانو سره په افغانستان کې شریکې کړي.

د هند حکومتي سرچینو ویلي، چې د هند حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د دغه هېواد پر وارداتي توکو د تعرفو لوړولو او جریمو سربیره هم له روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکوي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نن شنبه لارهور ته ورسید او د پاکستان د مسلم لیګ “ن” مشر نواز شریف او د پنجاب وزیرې اعلی مریم نواز شریف له خوا یې هرکلی وشو.

د اوکراین پوځ د شنبې په ورځ وویل، چې دوی په روسیه کې دننه د تېلو تاسیسات او د ډرونونو لپاره پوځي هوایی ډګر په نښه کړي دي. د اوکراین د بې پیلوټه سیسټمونو ځواکونو په ټیلیګرام یوه خبرپانه خپره کړې او ویلې یې دي چې د مسکو سویل ختیځ په ریازان کې د تېلو پر تصفیه خونې یې برید کړی.

د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل کاري دفتر کې له عزیزي ګروپ مشر او پانګوال میرویس عزیزي سره کتلي. ناسته کې ملابرادر ویلي چې د ملاهبت الله د فرمان له مخې پانګوالو او سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او کورنيو تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شوی.

د ایران د تایباد ښار د سرې میاشتې مشر هادي رمضاني ویلي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته یې افغانستان ته د ستنېدو پر مهال، د دوغارون پر پوله د څلور میلیارده او ۷۴۵ میلیونو ریالو په ارزښت روغتیايي مرستې وېشلې دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې د ۱۴۱ ثبت شویو خیریه بنسټونو له خوا په ۱۴۰۳ کال کې له اړمنو کسانو سره څه باندې یو میلیارد او ۱۱۰ میلیونه افغانۍ، ۳۸۲ زره ډالر، ۲۰۳۰ زره یورو او پنځه لکه کالدارې مرسته شوې.

۲۶ کلن افغان کډوال چې له سویډن نه د ایستل کېدو له وېرې جرمني ته تښتېدلی او د برلین ښار یوې کلیسا ته یې پناه وروړې وه، پولیسو بېرته سویډن ته شړلی دی. د برلین کلیسا د دې افغان کډوال شړل د هغه مرګ ګنلی، ځکه ښايي هغه له سویډن نه هم و ایستل شي او افغانستان ته واستول شي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي، د مالي ثبات لپاره اسلامي بانکداري پراخوي او هڅه کوي چې دغه بانکي سېسټم له نړۍوالو معیارونو سره په همغږۍ وده وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا خبر ورکړی چې د طالبانو د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي پر سفر بندیز یې د لنډمهالې مودې لپاره لېرې کړی دی.

د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي په کابل کې د ۱۰ مېلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ د تولید پروژې هوکړه لاسلیک کړه. نوموړي د دغې هوکړې د لاسلیکولو پرمهال ویلي چې د یادې پروژې په پلي کېدو به افغانستان د انرژۍ د تولید له اړخه ځان بسیاینې ته ورسېږي.

د ایران ولسي جرګې د حقوقي او قضایي کمېسیون مرستیال عثمان سالاري ویلي، د جسمي زیانونو د جبران صندوق تر دې وروسته هغو ناقانونه بهرنیو وګړو ته دیت او تاوان نه ورکوي چې په ترافیکي پېښو کې ټپيان یا مړه کېږي.

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام، د افغانستان لاس بېاسناده موټرونو د ثبت او محصول بهیر د ۱۴۰۴ کال تر پایه تمدید شوی دی. یاد وزارت د محصول د بېلابېلو ماډلونو موټرو لپاره ځانګړي تخفیفونه هم اعلان کړي.

د پاکستان پوځ رسنیز دفتر خبر ورکړی چې د لوی درستیز مارشال عاصم منیر په مشرۍ په جېاېچکیو کې د چینایي پوځ د جوړېدو ۹۸یمه کلیزه نمانځل شوې او هممهاله له چین سره د اړیکو پر لا پراخېدو ټینګار شوی دی. د دې مراسمو پر مهال په اسلاماباد کې د چین سفیر هم حضور درلود.

د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان او ورسره مل پلاوی به لومړی لاهور او بيا به د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته سفر وکړي.

د امریکا مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې طالبان، القاعده، داعش-خراسان او نورې تندلارې ډلې د امریکا استخباراتي ادارو ته د جعلي معلوماتو په خپرېدو سره «دوکه» ورکړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تازه د غبرګولي او چنګاښ میاشتو په راپور کې ویلي چې په دې میاشتو کې ۵ زره او ۱۹۶ بهرنیان د بېلابېلو موخو لپاره افغانستان ته راغلي او یا وتلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې لا هم په کابل کې ځیني دوکانونه په «ناقانونه» توګه پوځي یونیفورمونه پلوري، خو دوی به یې مخینوی وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت معین ابراهیم صدر هرات د خپل سفر په لړ کې له ځايي چارواکو سره د ناستې ترڅنګ د دغې ډلې د پولیسو له قطعاتو لیده کاته کړي دي. هغه د دغه سفر پر مهال تینګار کړی چې د یادې ډلې ځايي پولیس باید په یونیفورم کې خپلې دندې ترسره کړي.