
اسلاماباد کې تر ځانمرګي برید وروسته؛ د افغان کډوالو په کورونو چاپې زیاتې شوې دي
د پاکستان په پلازمینه اسلاماباد کې د سېشنبې په ورځ تر ځانمرګي برید وروسته پولیسو د افغان کډوالو د نیولو او چاپو کمپاین چټک کړی، چې ګڼې کورنۍ یې له وېرې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.



















