
په کندهار کې د هبت الله تر واک لاندې د غلاوو اوج؛ په یوه میاشت کې غلو پنځه ځوانان وژلي دي
کندهار چې د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده د اوسېدو او کار اصلي ځای ګڼل کېږي، هغه ښار دی چې طالبان پکې د سختو امنیتي تدابیرو د نیولو ادعاوې کوي. د دغه ولایت اوسېدونکي وایي، نږدې هره ورځ شاوخوا درې سترې وسلهوالې غلاوې کېږي، خلک لوټېږي او عام ولس د طالبانو له وېرې چوپ پاتې دی.



















