
د بلوچستان ایالتي حکومت پر عامه ټرانسپورټ بندیز بېرته لغوه کړی
د بلوچستان حکومت د چارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ټرانسپورټ درې ورځنی بندیز اعلان کړی و، خو د دغه ایالت د کورنیو چارو ادارې ویلي چې دا بندیز یې بېرته لغوه کړی دی.

د بلوچستان حکومت د چارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ټرانسپورټ درې ورځنی بندیز اعلان کړی و، خو د دغه ایالت د کورنیو چارو ادارې ویلي چې دا بندیز یې بېرته لغوه کړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې دولتي شرکتونو رییس وايي چې نن یې په کابل کې د سکرو د وېش بهیر پیل کړ. احمد جان بلال د د سکرو د وېش بهیر د پیلولو په غونډه کې وویل چې دغه لړۍ به د کابل ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم پيل شي.

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ویلي چې د ډیلي په لال قلعه (سره کلا) کې د دوشنبې ماښام چاودنې عاملان به ژر تر ژره وپېژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې په دې دسیسه کې لاس لرونکي به هېڅکله ونه بښل شي.

د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کې له پروني ځانمرګي برید وروسته، لاهم د وسله والو او د پاکستاني دامنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي. بریدګرو د کالج په اداري بلاک کې مورچل نیولی او تر اوسه له ۵۳۷ زده کوونکو، ۱۳۷ تنه د جګړې له ځایه اېستل شوي.

د بلوچستان حکومت د چهارشنبې له ورځې څخه د ټول ایالت په کچه پر عامه ترانسپورت درې ورځنی بندیز اعلان کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې بندیز د عامه امنیت د ټینګښت په موخه لګول شوی دی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په اسلام اباد کې د نن ورځې ځانمرګي برید ته په اشارې سره ویلي، چې د کابل واکمنان په پاکستان کې جګړه درولی شي خو «تر اسلام اباد پورې د جګړې راوړل د دوی(طالبان) یو بل خطرناک پیغام دی»، چې دده په وینا، پاکستان یې د ځواب ورکولو توان لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال ټینګار کړی، چې دغه ډله غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمهییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل درناوي او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.

د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد ښار په جي۱۱ سیمه کې د ځانمرګي برید له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا؛ ځانمرګی بریدګر چې په موټرسایکل سپور و، د پولیسو موټر ته نږدې یې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د اسلاماباد په جي–۱۱ کې د عدلي مرکز د موټرو په تم ځای کې د چاودنې له امله نهه کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر ټپیان دي. د چاودنې غږ ان د ښار په لرو پرتو سیمو کې هم اورېدل شوی.

د طالبانو د کورنیو چازو وزارت خبر ورکړی، د هرات ولایت نهمې امنیتي حوزې اړوند یې د یو لړ عملیاتو پرمهال د غلو یوه ۱۴ کسیزه ډله نیولې چې د ښار په بېلابېلو برخو کې یې له خلکو مبایلونه، موټرونه او دوکانونه لوټلي وو.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، که طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او نورو ترهګرو ډلو پر ضد اغېزمن اقدام وکړي؛ نو اسلاماباد به د همکارۍ لپاره چمتو وي. نوموړي دغه څرګندونې په اسلاماباد کې د هغې ناستې پرمهال کړې، چې د سولې او پرمختګ د پیاوړتیا لپاره جوړه شوې وه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۳۵زره او ۴۸۷ مټریک ټنه انتقالات شوي چې پهکې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي.

د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو وسلهوالې مخالفې ډلې ادعا کړې، چې د هرات ولایت په اسلامکلا کې یې دوه طالبان وژلي او د دوی وسلې یې له ځان سره وړې دي. د یادې جبهې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه عملیاتو کې ملکي خلکو او د دوی ځواکونو ته زیان نهدی رسېدلی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته نږدې ۴.۵ میلیارد ډالره زیان رسېدلی دی. دغه وضعیت د خیبر پښتونخوا په تولیدي سکټور هم منفي اغېز کړی او په پنجاب او سند کې د ورځنیو صادراتو تولید ته یې زیان رسولی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همغږۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ په کندهار کې د «انارو ملي او نړۍوال نندارتون» جوړ شو. په دغه درې ورځني نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو کابل، هرات، مزارشریف او کندهار څخه شاوخوا ۱۵۰ غرفې ګډون لري.

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه تر ۱۰زرو ډېر افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د ایران د پوهنې وزارت خبر ورکړی، هغه کډوال زدهکوونکي چې په تېرو کلونو کې ښوونځي ته نهدي تللي؛ اوس د دغه هېواد پنځو ولایتونو خراسان رضوي، خراسان شمالي، خراسان جنوبي، خوزستان او د زنجان په ښوونځیو کې نوملیکنه کولای شي.

د نیپال پولیسو د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په تېرې سپټمبر میاشت کې د حکومت پر ضد لاریونونو پرمهال د ورانکارۍ په تور یې ۴۲۳ کسان نیولي دي. د نیپال د پولیسو ویاند ابي ناراین کافلي ویلي، په دې تړاو یې د معلوماتو راټولولو لپاره یوه ګډه کاري کمیټه هم جوړه کړې ده.

د امریکا سنا د دوشنبې په ورځ د فدرالي حکومت د بیا پرانیستلو لپاره مثبته رایه ورکړه. د حکومت دغه بندښت مېلیونونه خلکو ته د خوړو مرستې اغېزمنې کړې، د سلګونه زره فدرالي کارکوونکو تنخواوې یې وځنډولې او د هوايي سفرونو چارې یې ګډوډې کړې.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیبالله عليخېل وايي، له هغه وروسته چې امریکا له افغانستان نه ووته او روسیې پر اوکراین برید وکړ؛ د مرکزي او سویلي اسیا سیمې د نړۍوالو قدرتونو د ستراتیژیکو رقابتونو په نوي ډګر بدلې شوې او افغانستان په دې سیالۍ کې مهم جیوپولیټيک ځای لري.

د ایاوسي غړو، د افغانستان د ملي المپیک کمیټې رییس حفیظ الله وليرحیمي او د ښځینهو والیبال لوبډلې سره په یوه غونډه کې د اسیایي لوبو او د یادې کمیټې تر څار لاندې نورو سیالیو کې د افغان ښځینهو لوبغاړو پر حضور ټینګار کړی.