
د مزارشریف د روضې اندېښمنوونکی وضعیت؛ ولس وايي د نړېدو له ګواښ سره مخامخ ده
د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او که رغونې ته یې سملاسي پاملرنه ونه شي، نو لا ډېرې برخې به یې ویجاړي شي.

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف ښار ځیني اوسېدونکي وایي چې د روضې ځینې برخې تخریب شوې او که رغونې ته یې سملاسي پاملرنه ونه شي، نو لا ډېرې برخې به یې ویجاړي شي.

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ وايي، غواړي چې د ۲۰۱۰ کال د نیو سټارټ (New START) هوکړهلیک لهمخې له روسیې سره د ستراتیژیکو اټومي وسلو محدودیتونه وساتل شي. دا هوکړهلیک په راتلونکې فبرورۍ میاشت کې پای ته رسېږي.

نړۍوالې رسنۍ وايي چې کمبوډیا له ټایلنډ سره اوربند ته غاړه کېښوده. رویټرز خبري اژانس شنبه (زمري ۴مه) په ملګرو ملتونو کې د کمبوډیا استازي چیا کیو په حواله ویلي چې دغه هېواد له ټایلنډ سره اوربند ته حاضر دی.

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ«سینټکام»ځواکونو د سوریې د حلب ولایت په الباب ښار کې ځانګړی عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې یې د داعش یو لوړپوړی مشر «ضحیا زوبع مصلح الحرداني» او د هغه دوه زامن «عبدالله ضحیا الحرداني او عبدالرحمن ضحیا زوبع الحرداني» وژل شوي.

اروپايي ټولنې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له نړیوالو تعهداتو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې، سرغړونه ونهکړي او ژمن پاتې شي.

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته د کابل د يوې بندې نجلۍ له پرانيستې لیک د خپرېدو وروسته دوستم، افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې او زياته کړې یې ده: «دا لیک يې له درده په ډک زړه سره لوستلی.» نوموړي ټينګار کړی، چې اوسنۍ وضعیت به دوام ونه کړي او بدلون به راځي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل څلور ورځني سفر په پر مهال په اروپا کې د کډوالۍ پر بحران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا يو ګواښونکی یرغل دی،باید مخه يې ونيول شي.

په یوه نړیواله سیالۍ کې چې د مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)په برخه کې د فرانسې په کوربهتوب ترسره شوه، دوه افغان ورونه، احمد ضیا یوسفي او احمد ضمیر یوسفي، وتوانېدل چې د «کوالکام اې ای» تر ټولو مهم او سیال ډګر کې لومړی مقام وګټي.

نړیوال بشري مرستندویه بنسټ «ریچ» په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د راتلونکي ژمي په جریان کې به تر درې میلیونه زیات خلک د افغانستان په ۲۸۹ سیمو کې د سختې یخنۍ له جدي ګواښ سره مخامخ شي.

د امریکا یو مخکښ بشري سازمان«ورلډ ریلیف» د پالیسۍ مشر سورینس وايي، سره له دې چې د افغان کډوالو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت ختم شوی، خو افغانستان لا هم بېرته ستنېدونکو لپاره خوندي نه دی، ځکه چې طالبان مذهبي لږکۍ او د امریکا پخواني همکاران په نښه کوي.

په افغانستان کې د ازادی جبهې د یوه رسمي یادښت له لارې د جرمني د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د طالبانو د استازو منلو پرېکړه لغوه کړي او د کډوالو په چارو کې هر ډول همکاري د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د افغانستان د مشروع ډیپلوماټانو له لارې ترسره شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې خبریالانو ته ویلي، چې ممکن په دې اونۍ کې د روسیې او امریکا له ولسمشرانو، ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ سره خبرې وکړي. نوموړي وویل، هڅه کوي دواړه مشران استانبول ته را وبولي او ګډه ناسته وکړي.

د اوکراین د فساد ضد ادارې مشر خبرداری ورکړی، چې د دوی پر ضد روانې«ناپاکې اطلاعاتي حملې» له سیاسي تاوتریخوالي سره هممهاله، د دوی خپلواکي له جدي ګواښونو سره مخ کړې ده.

ایلن ماسک، د «ایکس سپېس» شرکت بنسټایښودونکي، د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په میاشت کې خپلو کارکوونکو ته لارښونه کړې وه چې د«سټارلېنک»انټرنېټ پوښښ د اوکراین په ضد حملې پر مهال، د خرسون سیمې په ګډون نورو سیمو کې بند کړي.

درې اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې په غزه کې باید ژر تر ژر اوربند وشي او بشري مرستو ته باید بشپړ لاسرسی تضمين شي.

د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو ادارې خپلو افسرانو ته امر کړي چې دڅارنې «جي پي ایس» بندونه په پراخه توګه وکاروي، ترڅوشاوخوا ۱۸۰ زره کډوال د ۲۴ ساعته څارنې لاندې راشي.

د اسراییل لومړي وزير بنیامین نتنیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعه په ورځ داسي څرګندونې وکړې، چې ښکاري دوی له حماس سره د غزې د اوربند خبرې پرېښي دي. دواړو وویل، اوس دا خبره روښانه شوې، چې فلسطيني وسله وال حماس د سولې هوکړې ته علاقه نه لري.

د تهران د ودانیزو چارو کارګرانو ټولنه وايي، چې د افغان کارګرو د ایستلو له کبله ودانیز صنعت د سخت کاري کمښت سره مخ دی. دغه ټولنې خبرداری ورکړی، چې په ایراني کارګرو د دغه تشې ډکول به زيات وخت او لګښت وغواړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي ټي پي» د پټنځایونو په اړه د اسلاماباد اندېښنو ته "مثبت ځواب" ښيي. دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې دواړه لوري د اړیکو د تر ټولو حساسو مسایلو په اړه محتاط خو هیلهبښونکې پرمختیا تجربه کوي.

تاجکستان حکومت د جولای مياشتي په پیل کې مېشتو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته خبر ورکړی و، چې په ۱۵ ورځو کې له دغه هېواده ووځي که نه په زور به وایستل شي. حکومت تر دغه خبرتیا وروسته د افغانانو نیول پيل کړي او دا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ایستلو تر ټولو لویه څپه ګڼل کيږي.