
طالبان وایي په غزني او هلمند کې یې څلور مېرمنۍ له جبري نکاح ژغورلي دي
د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت وایي، مسولینو یې په غزني او هلمند کې د څلورو مېرمنو د جبري او غیر شرعي نکاح ګانو مخنیوی کړی او هغوی یې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې.

یو شمېر افغانان په لندن کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې روان وضعیت ته غبرګون وښيي.

د طالبانو تر چتر لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې کمېسیون وایي، د یکشنبې په ورځ له پاکستان څخه ۴۶۵ او له ایران څخه ۱۰۰ افغان کډوال د سپین بولدک او نورو لارو څخه هېواد ته جبري ستانه کړل شوي.

په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند سیدطیب حماد وايي چې د غني خېلو او نازیانو ولسوالیو کې د سختو اورښتونو له کبله د دوو کورونو د چت پرېوتو په پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې او د دوو ماشومانو په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وايي چې سږ کال د کانکور ازموینه په څلورو پراړونو کې اخیستل کیږي چې لومړی پړاو یې د غويي په ۲۱ په ۱۵ ولایتونو کې پیلیږي. سږ کال بیا هم طالبان د نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخلي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) د هوا تازه وړادوینې په تړاو ویلي، د مارچ له ۳۰مې څخه تر اپرېل پنځمې پورې به په افغانستان کې پراخ بارانونه وشي، چې د مرکزي، ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو په ځینو سیمو کې د سیلابونو خطر لوړوي.

طالب چارواکي وایي، د خوست په څلورو ولسوالیو کې د مور او ماشوم د پاملرنې لپاره څلور نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، چې هر یو یې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنیو ته خدمات وړاندې کوي او د خلکو روغتیايي ستونزې به په مهمه کچه حل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، کیوبا یو ناکام هېواد دی او ډېر ژر به له اقتصادي او سیاسي بحران سره مخ شي او امریکا به د خپلو کیوبایي-امریکایي وګړو ملاتړ ته چمتو وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د بلاروس له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې ۲۵۰ نور سیاسي بندیان خوشې شوي او د تېر کال له مې میاشتې راهیسې د خوشې شویو بندیانو شمېر له ۵۰۰ اوښتی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د متحده ایالاتو سلګونه ځانګړي عملیاتي ځواکونه منځني ختیځ ته رسېدلي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ غېرمستقیمې خبرې اترې د پاکستاني استازو له لارې په ښه توګه پر مخ روانې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا پوځي ځواکونو د ایران پر ۱۰ زره نظامي اهدافو بریدونه کړي دي. سپینې ماڼۍ پر اېکسپاڼې لیکلي: «د امریکا پوځي ځواکونه د ځواک په اوج کې دي او ورځ تر بلې دوښمن ډېر او لا ډېر ذلیلوي».

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو د ۸۰ پهلوانانو تر منځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې. په دغو سیالیو کې هلمند لومړی مقام او فراه او نیمروز ولایتونو په ترتیب سره دویم او درېیم ځایونه خپل کړل.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر دغه هېواد د حزبالله د توغندیزو بریدونو د مخنیوي په موخه خپل پوځ ته امر کړی، چې پر سوېلي لبنان عملیات پراخ کړي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) پخواني قوماندان جنرال فرانک مککنزي ویلي، امریکايي پوځ له کلونو راهیسې په ایران کې د محدودو ځمکنیو عملیاتو او د ستراتیژیکو ټاپوګانو د نیولو پلانونه تر کار لاندې لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په پروان کې د ارغوانګل ملي او کلتوري کلنۍ مشاعره کې شاعرانو ته خبرداری ورکړ، چې هره موضوع باید په شعر کې را نهولي. د هغه په وینا، شاعران باید د ټولنې د خیر، برکت او اصلاح لپاره شعر ووايي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په جوزجان، بلخ او هرات ولایتونو کې یې ۱۴ کسان په دُرو وهلي او په بند محکوم کړي دي. له دغو کسانو څخه ځینې یې طالب مسوولانو ته د «سپکاوي» په تړاو هم مجازات شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې په پکتیکا ولایت کې یې پر ۲۳۰۰ بېځایه شویو کورنیو ۳۴.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلاماباد کې د ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي.

په بدخشان کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، په ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې په دغه ولایت کې د ۱۲۲ بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۱۳۶ کسان مړه شوي او ۱۷۵ نور ټپيان شوي دي. د سرچینې په وینا، په دغو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اردن له پاچا سره په لیدنه کې د ایران د ډرون بریدونو د دفاع لپاره د احتمالي امنیتي ملګرتیا په اړه خبرې کړې دي. زېلېنسکي ویلي، چې چمتو دی د ایراني ډرونونو پر وړاندې خپله جنګي تجریه له اردون سره شریکه کړي.