
جمایمه ګولډسمېت: د عمران خان پر ضد د پاکستان حکومت کړنې شخصي انتقام دی
د پاکستان پخوانۍ لومړي وزیر عمران خان میرمن، جمایمه ګولډسمېت، د خپل پخواني مېړه عمران خان پر وړاندې د پاکستان حکومت کړنې سختې غندلي او دغه چلند د سیاست پر ځای شخصي انتقام وبللی.

د پاکستان پخوانۍ لومړي وزیر عمران خان میرمن، جمایمه ګولډسمېت، د خپل پخواني مېړه عمران خان پر وړاندې د پاکستان حکومت کړنې سختې غندلي او دغه چلند د سیاست پر ځای شخصي انتقام وبللی.

په داسې حال کې چې ډېری خلک افغانستان ته د ناامنۍ، جګړو او سیاسي محدودیتونو له امله د سیاحت لپاره نه ورځي، یوه نړیواله ګرځندویي اداره «کوریو ټورز» هڅه کوي دا هېواد د نالیدلو ښکلاوو، ژور کلتور او تاریخي ارزښتونو له لارې نړۍ ته ور وپېژني.

په داسې حال کې چې افغان کډوال په ایران کې له کړاونو، نیونو او جبري ایستلو سره مخ دي، د طالبانو ویاند د تهران له لوري د څلورو لسیزو کوربتوب مننه کړې. د طالبانو دې ضد و نقیض دریځ پوښتنې راولاړې کړې دي.

په هلمند کې د یوې ۶ کلنې نجلۍ د یو ۴۵ کلن نارینه سره د نکاح کیسه، چې د پیسو په بدل کې ترسره شوې، نه یوازې افغانان، بلکې نړیوال یې هم اندېښمن کړي؛ دا پېښه د طالبانو تر واک لاندې د ماشومانو او ښځو له حقونو سره د غیرې انساني چلند بله ژوندۍ بیلګه ګڼل کېږي.

د اسراییل لومړي وزیر، بنیامین نتنياهو، د پنجشنبې په ورځ وویل چې اسراییل چمتو دی د غزې په تړاو دایمي اوربند لپاره خبرې وکړي، خو یوازې په هغه صورت کې چې فلسطیني سیمه بې وسلې شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان او ایران ترمنځ د تاریخي او فرهنګي اړیکو ته په اشارې، د افغان کډوالو د جبري ایستلو د روانې پروسې د بیاکتنې غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې دا موضوع دې د دواړو هېوادونو د سترو مصالحو له زاویې وڅېړل شي.

یو ۱۸ کلن ځوان، چې د فرانسې او جرمني دواړو تابعیت لري، له جون میاشتې راهیسې په ایران کې ورک و او اوس د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوموړی د یو جرم په تور نیول شوی دی.

جرمني وايي، د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو، نجونو او بشري حقونو وضعیت "په جدي توګه اندېښمنوونکی" دی، او ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکې یوازې تخنیکي بڼه لري، نه سیاسي یا رسمي.

د بشري دهلېزونو د نوښت په ترڅ کې، د افغان کډوالو یوه بله ډله چې ۱۱۹ کسان پکې شامل دي، د پاکستان له پلازمېنې اسلاماباده څخه ایټالیا ته ورسېدل. دغه ځانګړې الوتنه، د بشردوستانه مرستو په موخه، د «Solidaire» موسسې له لوري برابره شوې وه.

د اسراییل امنیتي ادارې وايي، چې د لویدیزې غاړې ګوش عتصیون څلورلارې ته څېرمه یو ۲۲ کلن امنیتي ساتونکی د دوو فلسطینیانو د چړې په برید کې وژل شوی. بریدګرو د ساتونکي وسله اخيستې او له یوه سرتېري او یوه وسلهوال ملکي کس سره یې نښته کړې.

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر مراد نورتلیف د پنجشنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال د تور غونډۍ ـ هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د پانګونې په موخه له طالبانو سره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک کړه.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، چې په ورستیو دریو کلونو کې روسیې، هند او چین ته د افغانستان صادرات ډېر شوي او درې واړه هېوادونه د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی بازارونه دي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو یو لوړپوړی افسر د پنجشنبې په ورځ د کیېف ښار په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو وژل شوی. چارواکي وايي، بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د لایبریا د ولسمشر جوزف بوکای د ښې انګلیسي ویلو ستاینه د لایبریا د خلکو له غبرګون سره مخ شوې ده. سپینه ماڼۍ کې د لایبریا ولسمشر تر لنډې وینا وروسته، ټرمپ د هغه پر «ښکلې انګریزي» ویلو حیران شو او ویې پوښتل:«تا دا انګلیسي چیرته زده کړې؟»

په روم کې له اوکراین سره د اروپايي ټولنې د لس میلیارد یورويي مرستو له کنفرانس او د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو له مخامخ خبرو اترو سره هممهاله روسیې د پنجشنبې په ورځ پر اوکراین سخت هوایي بریدونه وکړل.

د عواميي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان ویلي، چې د حکومت له خوا پر هغو خلکو ډزې کیږي، چې د مولانا خانزیب د وژل کېدو په اړه یې غبرګون ښودلی. ایمل ولي خان وایي:« پاکستانه وېښ شه! دا اسراییل نه دی چې غزه وژني، دا پاکستان دی چې باجوړ وژني.»

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا مېلوني اعلان وکړ چې د اروپا چارواکو په روم ښار کې د اوکراین په تړاو د جوړ شوي کنفرانس پر مهال ژمنه وکړه چې د اوکراین اقتصاد د بیا رغونې لپاره به ۱۰ میلیارده یورو مرسته وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتي خدماتو یوې باوري سرچینې ویلي، چې د شپږو استخباراتي مامورینو دندې د تېر کال د هغه برید له امله ځنډول شوې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د هغه مهال پر نوماند ډونالد ټرمپ د یوه انتخاباتي کمپاین پر مهال شوی و.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستي پرېکړه لیک ته غبرګون ښودلی دی. هغه د دغه پرېکړه لیک ملاتړ کوونکي پوښتلي، چې له دوی څخه څو کسان په رښتیا د بشري حقونو د خوندي ساتلو غوره ریکارډ لري؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مالیزیا کې د اسیان وزیرانو غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره کتلي. دا دویم ځل دې چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اوکراین جګړې د پراخېدو په ترڅ کې مخامخ خبرې کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر، یوهان واډیفول د پنجشنبې په ورځ وویل چې برلین د طالبانود ډیفاکټو حکومت له استازو سره یوازې تخنیکي تماس لري او له دې پرته هیڅ نشته. هغه په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې بشري وضعیت باندې اندېښنه وښوده.