
د جرمني صدراعظم چین ته سفر کوي
د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ د ۲۰۲۵ کال په پای کې چین ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. دغه سفر د اروپايي اقتصاد تر ټولو ستر هېواد او د چین مهمو تجارتي شریکانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګل کیږي.

د جرمني نوی صدراعظم فریدریښ مېرڅ د ۲۰۲۵ کال په پای کې چین ته خپل لومړی رسمي سفر کوي. دغه سفر د اروپايي اقتصاد تر ټولو ستر هېواد او د چین مهمو تجارتي شریکانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په یوه ناسته کې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پیژندل، د مهمو اقتصادي او سیاسي فرصتونو پیل بللی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف سره د لېدنې پرمهال ویلي، چې افغانستان کې د وچکالۍ، سېلانونو او نورو طبیعي پېښو کچه خورا لوړه شوې او خلک یې سخت اغېزمن کړي دي. طالبانو ویلي، د روسیې سفر د پېښو د مدیریت او مرستو ژمنه کړې.

طالبان وايي، چې د افغانستان بانک لپاره ددې ډلې رییس په مراکش کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ له رییس سره « د شریعت د اصولو پر اساس» د افغانستان د بانکي سکټور د لا ښه مدیریت، ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث کړی.

ساینسپوهانو د یوې چټکې څېړنې له مخې ویلي، چې د جولای میاشتې تر دویمې نېټې پورې د اروپا په ۱۲ ښارونو کې د سختې تودې څپې له امله نږدې ۲۳۰۰ کسان د تودوخې اړوند لاملونو له امله مړه شوي دي.

د پولنډ پوله ساتو ځواکونو اعلان کړی، چې ۱۷ تنه ناقانونه افغان او پاکستاني کډوال یې د بوګ سیند له لارې له بلاروس څخه پولنډ ته د اوښتو پرمهال نیولي. څلور نور افغانان له لیتوانیا نه پولنډ ته د اوښتلو پرمهال په موټر کې نیول شوي.

د هند د دفاعي ځواکونو مشر جنرال انيل چوهان ویلي، چې د چين، پاکستان او بنګلهدېش ترمنځ د ګټو احتمالي يووالی ښايي د هند د ثبات او امنيت لپاره جدي پايلې ولري. چوهان وايي، د هند سمندر شاوخوا هېوادونو کې اقتصادي کړکېچ بهرنیو قدرتونو ته دا فرصت ورکړی، چې خپل نفوذ پراخ کړي.

طالبان وایي، چې د دې ډلې د حکومت د افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون له لارې د پخواني حکومت څو لوړپوړي چارواکي له بهرنیو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او د خوندیتوب کارتونه ورته ورکړل شوي دي.

د پاکستان پوځ د احتمالي هوايي بریدونو له وېرې د پاکستاني طالبانو د اتحاد المجاهدین ډلې دوه جګپوړي مشران حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ د پکتیکا له برمل او د خوست له شمل ولسوالیو څخه ناڅرګند لوري ته وتلي.

د هند د هوايي ځواکونو یوه جنګي الوتکه د چارشنبې په ورځ ماسپښین د راجستان ایالت چورو ولسوالۍ ته نږدې د بانوده کلي پر کرنیزه ځمکه پرېوتې ده. پولیسو ویلي، چې دغه جاګوار ډوله جنګي الوتکه د بهانوده کلي په کرنیزه سیمه کې لوېدلې ده.

د اروپايي ټولنې مشره اورزولا فن دېر لاین وايي، چې دغه ټولنه د امریکا له دولت سره نږدې کار کوي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي. د هغې په وینا؛ اروپايي ټولنه د دوامداره خبرو اترو او همکارۍ لپاره یو روښانه چوکاټ غواړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۸مه) پر اېکس پاڼه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د پرېکړهلیک مسوده ستایلې ده.

یو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شویو ویډیوګانو او پیغامونو کې په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت کارکوونکو له ناوړه چلند شکایتونه کړي دي. د سفارت کارکوونکو په ایران کې د مېشتو افغانانو اسنادونه څیري کړي دي.

د طالبانو تر کڼترول لاندې د افغانستان بانک نن چهارشنبه د (چنګاښ ۱۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې له انفرادي حسابونو څخه د میاشتنۍ نغدو پېسو اېستلو کچه له ۵۰۰زره افغانیو یو مېلیون افغانیو ته لوړه شوه.

په مسکو کې د طالبانو سفیر هلته له مېشتو افغانانو سره په لیدنه کې د روسیې لهخوا د دغې ډلې د رژیم له رسمیت پېژندنې هرکلی کړی دی. د هغه په وینا، د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د لا پیاوړتیا لامل شي.

اسراییلي ځواکونو نن چهارشنبه د ( چنګاښ ۱۸مه) له سهار راهیسې تر دې دمه په غزه کې د خپلو هوايي بریدونو په لړ کې ۲۶ فلسطینیان وژلي دي. یوازې په دوو هوايي بریدونو کې د ۲۰ کسانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

یوه ناپېژانده کس د مصنوعي ځیرکتیا په کارونې سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو غږ تقلید کړی او له دې لارې یې د درېیو بهرنیو چارو وزیرانو، یوه ایالتي والي او د کانګرس له یوه غړي سره خبرې کړې دي.

د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي د یو لړ پېښو په ترڅ کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. پيرکوه بازار، د بلوچستان زهري، خضدار، هُب صنعتي ښارګورټی، کلات او پښتوناباد هغه سیمې دي چې دا کسان پهکې وژل شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په ۳۴ زره ښوونځیو کې له ۱۰ زره زیات افغان ماشومان پر زدهکړو بوخت دي. ډېری دغه ماشومان د هغو کډوالو له ډلې دي، چې په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته ورغلي او هلته یې د زدهکړو ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې دي.

نوي افشا شوي اسناد ښيي، چې د کاناډا پوځي ځواکونو په کندهار ولایت کې د خپل ماموریت پرمهال تر زرو ډېر افغان بندیان د حامد کرزي حکومت امنیتي بنسټونو ته سپارلي دي. ورلډ سوسیالیست وېبپاڼې ویلي، کاناډايي پوځیان په دې پوهېدل چې دغه بندیان د شکنجې له ګواښ سره مخ دي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي اته جنګیالي وژلي دي. نوموړي پوځ ادعا کړې، چې دې کسانو غوښتل د افغانستان له کونړ ولایت نه د خېبرپښتونخوا باجوړ سیمې ته دننه شي.