
د امریکا پوځ: د ځانګړو عملیاتو څلور سرتېري مو د چورلکې په پېښه کې مړه شوي
د امریکا پوځ د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) اعلان وکړ چې ۴ پوځیان یې د ۴شنبې په شپه واشنګټن کې د دوی د بلک هاک چورلکې د راغورځېدو له امله مړه شوي دي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) اعلان وکړ چې ۴ پوځیان یې د ۴شنبې په شپه واشنګټن کې د دوی د بلک هاک چورلکې د راغورځېدو له امله مړه شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو نوي فرمان سره د «ایچ-۱ بي» کاري ویزې لپاره د ۱۰۰ زره ډالرو په اندازه یو نوی لګښت وضع کړی. دغه پیسې باید هر کال تر څو چې ویزه اعتبار لري د کاري شرکت یا کارګمارونکي لخوا حکومت ته ورکړل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي. ټرمپ د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل:«موږ هېڅکله باید بګرام اډه نه وای پرېښې.»

په لندن کې د سویلي افریقا سفیر، جرمیا مامابولو، د طالبانو له لوري پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په اړه ویلي چې دا یو ډول «جنسیتي تبعیض» دی او باید د بشریت پر ضد جنایت په توګه وپېژندل شي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د اسلام اباد له مخالفو وسله والو د طالبانو پر ملاتړ، نیوکو سره افغانستان یو «متخاصم» هېواد وباله. هغه د دواړو هېوادونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره وویل، «افغانستان تر ټولو وروستی هېواد و چې پاکستان یې په رسمیت وپېژاند.»

فرانسه به د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ناستې پر مهال فلسطین په رسمي ډول د یوه خپلواک دولت په توګه وپېژني. د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون دا پرېکړه د یوه «جامع سولهییز پلان» برخه وبلله چې موخه یې د اسراییلیانو امنیت او د فلسطینیانو ارامښت تضمینول دي.

د امریکا سنا مجلس د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار مایک والټز په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه تایید کړ. په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولي له څو میاشتو راهیسې د سرپرست له لوري اداره کېده.

وال سټریټ ژورنال د امریکايي چارواکو له قوله وایي، چې د ټرمپ حکومت له طالبانو سره خبرې کوي، څو د امریکا د یوه محدود نظامي حضور لپاره بګرام اډې ته د بیا ستنېدو زمینه برابره کړي. ادام بوهلر، چې څو ورځې مخکې له زلمي خلیلزاد سره افغانستان ته تللی و، د دې خبرو اصلي مسوول بلل شوی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله کایا کالاس، له غړو هېوادونو غواړي چې د اسراییل پر وړاندې د سوداګریزو بندیزونو له طرحې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د سولې پروسې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او امریکا تر منځ پیاوړې اړیکې د دواړو په ګټه ګڼلي، خو په اوسني وخت کې یې د دغو اړیکو پر وړاندې ستر خنډ د بندیانو او یرغمل شویو کسانو موضوع یاده کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناالله ویلي، د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ له دفاعي تړون وروسته له افغانستان څخه پر پاکستان ترهګریز برید به نېغ په نېغه پر سعودي عربستان برید وګڼل شي.

بریټانوي رسنۍ سکای نیوز د یوه افغان ژباړونکي له قوله راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان کډوال چې د مرګ د ګواښونو له کبله بریټانیا ته راغلي، اوس افغانستان ته د رخصتيو لپاره سفرونه کوي.

د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو هغه پالیسي چې د شپږم ټولګي پورته پر نجونو د ښوونځیو دروازې تړلې ساتي، «بېرحمانه او غیرقانوني»بللې ده. دغه سازمان د نړیوالې ټولنې چوپتیا او بېعملي په کلکه غندلې او دا یې د افغان نجونو د محرومیت په وړاندې د نه منلو وړ چلند بللی دی.

د افغانستان ملي امنیت پخوانۍ ادارې دوو چارواکو په یوې مقاله کې ویلي، طالبانو له القاعده سره خپلې اړیکې ژورې کړي او د نړۍوالو په تېر اېستلو سره یاده ډله تقویه کوي. دوی ویلي، القاعده په کندهار کې د قومندې او په پنجشېر کې د مالي مرکزونو په جوړولو سره ځانته خوندي ځاله جوړه کړې ده.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې تهران د دغه سازمان د بندیزونو د بیا تطبیقولو پریکړې ته هېڅ ډول عملي ژمنتیا نه لري.

د مېرمنو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې ښځې او نجونې لا هم د افغانستان د مرګونې زلزلې له اغېزو خلاصې نه دي او دا مهال د خپل ژوند او روزګار د بیا جوړولو په هڅه کې له ډېرو کړاونو سره مخ دي.

په انډونیزیا کې افغان زده کړیال عدنان خطیبي په دغه هېواد کې د مخترعانو په دولسم پړاو سیالیو کې لومړی مقام وګاټه. په دغو سیالیو کې له بېلابېلو هېوادونو شاوخوا سلو نورو زده کړیالانو هم ګډون درلود.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د پکتيا په سید کرم ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې وویل، خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي.

لیکوال: عبدالغفور لېوال، د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سفیر د سیتي -ساکي قبیلو ګډوله یوچیان (کوشانیان) تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول او د پینځهګونو قبیلو په تشکیلاتو کې یې نور ساکان او تاهیان (تخاریان) مخ په سهیل راټېل وهل.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري وايي چې پاکستان د باور وړ شواهد لري چې ناقانونه افغان وګړي د هند پوځ افسران په پاکستان کې د ترهګریزو او جدي جرمونو په فعالیتونو کې ښکېل دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر په هغه لیکنه کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې لېږلي ویلي،امنیت شورا د افغانستان ناورین سم تشخیص کړی، خو اراده او حل یې نه درلود. هغه زیاتوي د امنیت شورا وروستۍ ناستې وښوده چې ستر قدرتونه د افغانستان په اړه په یوه نظر نه دي.