
پاکستان ۳۴ افغانان تر زنداني کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) ۳۴ تنه افغانان تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) ۳۴ تنه افغانان تر زنداني کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

په نایجیریا کې د اوګون ملي سپورت فیستیوال څخه راستېدونکي ۲۱ لوبغاړي د کانو ښار په کورا سیمه کې د موټر د ټکر له امله مړه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی د روانې واکمنۍ له پیل راهیسې پنځه مېلیونه او ۹۷زره کسان هېواد ته ستانه شوي دي.

د شنبې به ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د بلوچستان په کویټه او ډېره بګټي کې د وسلهوالو په ډزو او بمي چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

افغان توکمه اسټرالیایي د بشري حقونو فعال، انځورګر او فلم جوړونکي مظفر علي د «افغان نجونو او کډوالو ماشومانو د زدهکړو په ملاتړ» د بایسکل اوږد مزل پیل کړی دی.

د راول والنبرګ په نامه د بشري حقونو انسټیټیوټ په خپل یوه نوي خپور کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې دولتي خدمتونو ته لاسرسی د قومیت، جنسیت، مذهب او سیاسي تړاو د معیارونو پر بنسټ په نا انډوله او تبعیضي توګه وېشل شوي دي.

پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یکشنبې ورځې په سر مقاله کې لیکلي، چې چین له طالبانو غوښتي؛ څو له پاکستان سره د کړکېچ پر ځای ښې او دوستانه اړیکې وساتي. د ورځپاڼې په باور طالبانو دغه غوښتنه منلې او د اسلام اباد په ګټه یې ځیني اقدامات هم کړي دي.

په بلوچستان ایالت کې پولیس وایي، چې کویټې ته نږدې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د پولیسو مشر ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه په کلي منکل سیمه کې شوې او موخه یې د عبدالسلام په نوم د ډبرو سکرو د یوه کان مالک و.

د سوېلي خراسان والي سید محمد رضا هاشمي ویلي، چې د افغانستان د فراه او د ایران د دغه ولایت ترمنځ ګډې پولې د اړیکو، همکاریو، د صادراتو ډېرېدو او اقتصادي پراختيا لپاره ډېر مهم رول لوبولی شي.

طالبانو په فاریاب ولایت کې د یوې ښځې په ګډون ۴ کسان د (دیوثۍ، باج اخیستو او فرېبکارۍ په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په اسلام کې انسان غلام دی او فردي ازادي یوازې د شریعت په حدودو کې معنا لري. هغه ټینګار کړی، چې شریعت کره لارښوونې لري او ټول حقونه باید د اسلامي اصولو په چوکاټ کې عملي شي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي استیو ویتکاف ایران ته د اټومي تړون لپاره یو "مفصل او د منلو وړ" وړاندیز استولی دی.

"کان" خبري شبکې راپور ورکړی، چې اسراییل په وروستیو میاشتو کې د ایران د اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره خپل پوځي چمتووالی په څرګند ډول زیات کړی دی.

په بلخ کې د طالبانو والي یوسف وفا د یو شمېر شمالي ولایتونو د واليانو په مشرۍ مرکزي ولایت غور ته تللی، ترڅو د دغه ستراتیژیک ولایت امنیتي وضعیت وڅېړي او د سیمې د ثبات او سرحدي امنیت د پیاوړتیا لپاره ځانګړې هڅې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا افغانستان ته د ناټو د بېرته راستنېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی. سرګي لاوروف ویلي، چې ناټو یو ځل بیا له افغانستان څخه د «شرمناک وتلو» څخه څلور کاله وروسته دغه هېواد ته د ننوتلو لپاره نوې لاره لټوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د مې پر ۳۱مه وویل، چې روسیه لا هم په استانبول ښار کې د ترسره کېدونکو د سولې خبرو په اړه څرګند دریځ نه لري او دا موضوع د مسکو د نیت په اړه شکونه راولاړوي.

د زابل ولایت د ارغنداب او شملزو ولسوالیو ځايي اوسېدونکي وايي، طالبان خلک مجبوري چې په ولسواليو کې په خپلو شخصي لګښتونو د پوهنې ودانۍ جوړي کړي. د زابل د طالبانو د پوهنې ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ارغنداب او شلمزو کې خلکو په شخصيلګښتونو د پوهنې امریتونه جوړ کړي.

د ایران په یزد کې یو شمېر ناپېژندو وسله والو پر افغان کډوالو د برید په پایله کې هغوی وهلي او ځورولي دي. د اېراف خبري سرچینې د راپور له مخې، په ایران کې د افغان کډوالو د قصدي ځورونې لړۍ لا هم روانه ده.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر ګیډیون سعر وایي، چې حماس د برمته شویو کسانو د خوشې کولو د ردولو په صورت کې به د جګړو د دوام مسوول وي. نوموړي د حماس له لوري پر ځمکه د وسلو پر نه اېښودو هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د حماس دغه اقدام به په غزه کې د جګړې دوام ته لاره هواره کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په دمشق کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر مهال د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه اعلان وکړ، چې سعودي عربستان او قطر به په ګډه د سوریې دولتي کارکوونکو ته مالي ملاتړ چمتو کړي.

حماس د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دوی د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي استیو ویتکاف له لوري وړاندې شوې د اوربند پر طرحې خپل رسمي ځواب وړاندې کړی دی.