
په بلوچستان کې وسلهوالو د پولیسو پر پوستې برید کړی دی
د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ وايي، وسلهوالو په دغه سیمه کې د پولیسو یوه پوسته سوځولې او یو پولیس یې په ډزو وژلی او دوه نور ټپیان دي.

د بلوچستان د شېراني ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ولي کاکړ وايي، وسلهوالو په دغه سیمه کې د پولیسو یوه پوسته سوځولې او یو پولیس یې په ډزو وژلی او دوه نور ټپیان دي.

په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر پرون (سېشنبه) اعلان کړی، چې د ازبکستان حکومت به په مزارشریف کې د شپږ مېلیونه ډالرو په لګښت تر ټولو لویه دیني مدرسه جوړه کړي. د خبرپاڼې له مخې؛ دغه مدرسه به په څلورو برخو کې جوړه شي، چې د ودانۍ لومړۍ برخه اوسمهال بشپړه شوې ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې پرون سېشنبه (د وږي ۲۵مه) ۲۶۴۷ افغان کډوال له پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د موټر جوړونې نېسان کمپنۍ وايي، په امریکا، برازیل، لندن او جاپان کې به خپل فعالیتونه راکم کړي. دغې جاپانۍ کمپنۍ ویلي، چې د امریکا په کلیفورنیا او برازیل کې خپل د ډیزاین مرکزونه تړي او په لندن او جاپان کې به هم خپل فعالیتونه راکم کړي.

روسیې د اوکراین پر سوېل ختیځ زاپوریژیا ښار پراخ بریدونه کړي دي. پر اوکراین د روسیې په تازه بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو او کرک ولسوالیو کې ځایي پولیس چارواکي وايي، چې په دوو جلا پېښو کې درې وسلهوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. پاکستاني پولیسو ویلي، چې په یادو پېښو کې څلور پولیس هم ټپیان شوي دي.

په تبعید کې د افغان مېرمنو غورځنګ د ډېموکراسۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو بشري او اساسي حقونه په بشپړ ډول تر پښو لاندې شوي او په هېواد کې ډېموکراټیک ارزښتونه له منځه تللي دي.

د امریکا د سینما نامتو افسانوي ستوری، د اسکار جایزې ګټونکی فلم جوړونکی او د خپلواکې سینما او چاپېریال ساتنې تکړه ملاتړی رابرټ رېډفورډ په ۸۹ کلنۍ کې مړ شو.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر د حماس په «مالي ملاتړ» تورن کړ او زیاته یې کړه، چې دوحه پر دغې ډلې «ډېر نفوذ» لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز او د هغه له څلورو خبریالانو د افترا له امله شکایت کړی او ورسره یې د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه کړې ده. په دغه شکایت کې یو کتاب او ۳ مقالې شاملې دي چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال له ولسمشرۍ ټاکنو دوه میاشتې مخکې خپاره شوي و.

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دغه هېواد به د افغانستان له زلزلهځپلو سره د درې میلیونه پونډو بېړنۍ مرسته وکړي. دغه مرسته د هغو ۱میلیون پونډو تر څنګ کېږي، چې دغه هېواد د روانې میاشتې پر ۱۱مه نېټه د افغانستان د زلزلهځپلو لپاره اعلان کړې وې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) په نیویارک کې په یوې خبري غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په اړوندو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز په نیوکو سره وویل، چې په دغه هېواد کې د طالبانو چارې «احمقانه» دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال اجراییوي مشر کارل سکاو ویلي، چې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د طبیعي ناورینونو، جګړو او نړۍوالو مرستو د کمېدو له امله د لوږې ستونزه ورځ تر بلې پراخېږي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۵مه) د کابل پوهنتون په یوه فراغتغونډه کې له افغان ځوانانو وغوښتل، چې له افغانستان څخه د تېښتې هڅه ونکړي او د اروپا او لندن فکرونه پرېږدي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اسیا جام سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د سې شنبې په ماښام (د وږي ۲۵مه) له بنګلهدېش څخه د ۸ منډو په توپیر خپله ماتې ومنله.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ویلي، چې لومړي وزیر شهباز شریف په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې په څرګند ډول افغان طالبانو ته وویل، چې باید د پاکستان او TTP ترمنځ یو غوره کړي. وروستۍ پرېکړه به څه وي؟ طالبانو سره محدود تعامل او که د اړیکو پرېکون.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ریيس عبدالقاهر حاجي ادریس د اقتصادي همکاریو یا ایکو سازمان د غړو هېوادونو د احصاییوي ادارو د عمومي رييسانو په اتمه انلاین غونډه کې وویل، د دغې ادارې تر ټولو مهم لومړیتوب د نفوس او د کورنیو فهرست اخیستنې سراسري ملي سروې ترسره کول دي.

د ۲۰۲۵کال د اسیا جام په شل اوریزو سیالیو کې افغانستان خپله دویمه لوبه نن له بنګله دېش سره پیل کړه. بنګله دېش د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۴ منډې وکړې او افغان ملي لوبډلې ته یې د ۱۵۵ منډو هدف وټاکه.

د صنعت او تولید په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال هارون اختر په ازبکستان کې د دغه هېواد له لومړي وزیرعبدالله عارفوف سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې پاکستان د ټرانس-افغان رېل پټلۍ پر وخت پیل ته ژمن دی او غواړي د دواړو هېوادونو اقتصادي او بانکي اړیکې پراخې شي.

په اسلام کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د تحریک انصاف ګوند له ځینو مشرانو سره په لیدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د حجم کمېدو او د سوداګریزۍ په برخه کې د خنډونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. دواړو لوریو په سوداګرۍ کې د شته ستونزو پر حل ټینګار کړی.

په پنځو ولایتونو کې بېسیم انټرنېټ قطع شوی دی. دا لیکنه څېړي چې ولې د طالبانو مشر له انټرنېټه وېرېږي او څنګه د فایبر او بېسیم خدماتو تدریجي بندېدل د روایتونو د کنترول، د اعتراضونو د مهار او ازادو معلوماتو ته د ټولنې د لاسرسي د مخنیوي د سیاست یوه برخه ده.