
کشمیر کې د پاکستاني پولیسو او وسلهوالو ترمنځ نښته کې شپږ تنه وژل شوي دي
د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د چهارشنبې په ورځ په کشمیر کې د پاکستاني پولیسو او وسلهوالو ترمنځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د راپور له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې څلور وسلهوال او دوه پاکستاني پولیس شامل دي.



















