
د ایپياېل ستره بولۍ؛ د رایل چلنجرز بنګلور کرېکټ لوبډله په ۱.۷۸ میلیارده ډالرو وپلورل شوه
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د هند د کرېکټ غوره لیګ (ایپياېل) د رایل چلنجرز بنګلور لوبډله څو سترو شرکتونو پېرلې ده. په دې شرکتونو کې ادیتیا بیرلا ګروپ، د ټایمز اف انډیا ګروپ، بولټ ونچرز او بلکسټون شامل دي.



















