
روسیه وايي چې ۶۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړې دي
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، چې د روسیې د هوايي دفاع واحدونو د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) ۶۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې چې د مسکو په لور روانې وې، وېشتلي او رانسکورې کړې دي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین وايي، چې د روسیې د هوايي دفاع واحدونو د شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) ۶۵ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې چې د مسکو په لور روانې وې، وېشتلي او رانسکورې کړې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۶مه، په افغانستان کې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۱۷مې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه د پریکړه لیک پر مسودې رایه اچونه کوي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، د خوړو نړۍوال پروګرام په بلخ کې له ۱۴۹۲ وچکالۍ ځپلو کورنیو سره د یوې اندازې خوراکي توکو مرسته وکړه. په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، دال نخود او مالګه شامل دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت ویلي، چې د تورغونډۍ او لاجورد له لارې به سبا (یکشنبه د کب ۲۴مه) په اتو سوداګریزو محمولو کې د افغانستان صادراتي توکې ترکیې، سعودي عربستان، امریکا، استرالیا او هالنډ ته ولېږدوي.

پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو وروسته سعودي د ایران د توغندیو او ډرون تر برید لاندې راغلی. د ګډ دفاعي تړون له مخې، پاکستان باید د سعودي ملاتړ وکړي، خو له یوې خوا د ایران سره ګډه ناامنه پوله، اقتصادي ستونزې او له بلې خوا سعودي ته تعهد چې پاکستان یې د سخت فشار لاندې راوړی.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال عبیدالله امین ویلي، چې یاد وزارت د ۷۶ زیانمنو ښځو او د هغوی د ماشومانو ساتنه کوي. نوموړي د دغو ښځو د وضعیت په تړاو نور جزییات نهدي ورکړي.

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۳۲۰۷۵ کیلو ګرامه خوراکي، غیر خوراکي او وارداتي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېره یوه اونۍ کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۵ کسان هم نیول شوي دي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تیزو ورښتونو له امله د سيلابونو راوتلو اټکل کېږي. چې د دغو ناڅاپي ورښتونو او سیلابونو راوتلو ډېر اټکل د (هریرود - مرغاب، هلمند، شمال، کابل او پنج امو) حوزو او اړوند سیمو کې شوی دی.

د پښتونخوا نشنل عوامي ګوند وايي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د امنیتي ادارو له خوا د پښتنو د نیولو او ځورولو لړۍ پیل شوې ده. د ياد ګوند په وينا، په تېرو دوه اونيو کې په لسګونو داسې کسان نيول شوي، چې د پاکستان شناختي کارتونه (تذکره) یې هم لرل.

د قزاقستان د کرنې وزارت وایي چې دغه هېواد د دوهم پرلهپسې کال لپاره د غلجاتو بېساري حاصلات ترلاسه کړی او د منځنۍ اسیا هېوادونو ترڅنګ، افغانستان د قزاقستان د غنمو او اوړو د مهمو بازارونو په توګه پاتې دی.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې ددې وزارت وزیر عطاءالله عمري د ټاپي پروژې له رییس مراد امانوف او د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې په کتنه کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې په مسیر کې د ځمکو د استملاک بهیر په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې اعلامیې له خپرولو سره ویلي، چې د پرېکړې له مخې رسنۍ باید ټول اعلانات له اړوندو ادارو سره شریک کړي او له اجازې وروسته دې خپاره شي. طالبانو په دې ناسته کې له رسنیو څخه د عامې روغتیا اړوند اعلاناتو په اړه وضاحت غوښتی دی.

د بلوچستان د چمن سوداګر وايي، د تېرو پنځو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې تړل کېدو سره د پاکستان ګڼ شمېر سوداګر له ډیورنډ کرښې پورې غاړه بند پاتې دي. د چمن صنعت او سوداګرۍ خونې مشر عبدالنافع اڅکزي ویلي، د چمن سوداګر اړ دي، چې په قاچاقي لارو کورونو ته راستانه شي.

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او کانونو رییس امامالدین سنایي زاده وايي، د سېلوګانو په برخه کې پخوا ستونزې ډېرې وې، د اوړو تعرفې ټېټې وې چې له امله یې په کور دننه تولید خورا ستونزمن وو؛ خو اوس د اوړو تعرفې لوړې او د غنمو ټیټې شوې چې ورسره به په بلخ کې سیلوګانې بېرته فعالې شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې پرون جمعه (د کب ۲۲مه) له ایران او پاکستان نه ۶۲ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف (پيټيای) ګوند مشرانو خبرداری ورکړی، که د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان روغتیایي حالت ته پام ونه شي؛ نو له اختر وروسته به له زندانه د هغه د خلاصون لپاره لوی سیاسي غورځنګ پیل کړي. دوی د فدرالي حکومت چلند «جنایي بېپامي» یاده کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶کال (د مارچ په ۱۶مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ (یوناما) ماموریت غځولو مسودې ته رایه ورکوي. که دغه مسوده تصویب شي؛ نو د یوناما ماموریت به یوازې د درېیو میاشتو لپاره وغځول شي.

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د جمعې په ورځ (د کب ۲۲مه) خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «منځنۍ پېړۍ» واکمني به په دې بڼه دوام ونه کړي. هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت په بېلابېلو بڼو دوام لري.

د ESPN کرېک انفو معتبرې رسنۍ د ۲۰۲۵کال لپاره د خپلو جایزو ګټونکي اعلان کړل. په دغه نوملړ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ د پنځوس اوریزو (یو ورځنیو) لوبو په کټګورۍ کې د کال غوره توپ وهونکی ونومول شو.

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن لاهور کې خبریالانو ته ویلي، چې د پاکستان پارلمان باید د افغانستان په ګډون د ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د اسلاماباد د اړیکو په تړاو یوه ځانګړې غونډه جوړه کړي. هغه زیاته کړې، چې د پاکستان پارلمان باید پر بهرنۍ تګلارې بحث وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان، عربلیګ او افریقايي اتحادیې په یوې ګډې اعلامیې کې د اسراییلي چارواکو لهخوا د الاقصی جومات د دوامداره تړلو او پر لمونځ کوونکو د محدودیتونو لګول په کلکو ټکو غندلي دي.