
ملګري ملتونه: افغانان د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي چې خپله په جګړه کې دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې افغان کډوال د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي، چې لا دمخه په جګړه کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، چې افغان کډوال د ایران له جګړې څخه داسې هېواد ته ستنېږي، چې لا دمخه په جګړه کې دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایي، افغانستان په تېر تاریخ کې څو ځله د نړیوالو قدرتونو د سیالیو قرباني شوی دی. د هغه په خبره، افغانستان کله د سړې جګړې، کله د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او کله هم د جیوپولیټیکي ګټو تر نوم لاندې د قدرتونو د سیالیو ډګر ګرځول شوی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا د سیمې د وروستیو بدلونونو او کړکېچونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان باید د سیمې او بهرنیو قدرتونو د نیابتي جګړو پر ډګر بدل نهشي.

په بلخ کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویلي، چې د مزار شریف- شبرغان پر لویه لاره په چهاربولک ولسوالۍ کې د درېیو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د خبریالانو ملاتړو درېیو سازمانونو په یوه ګډه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف څخه غوښتنه کړې، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان خبریالانو خپلسرې نیونې، ځورونې او په زوره شړل سملاسي ودروي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د لنډي کوتل سیمې د پولیسو مشر ویلي، چې نن ماخوستن (جمعه د کب ۲۲مه) د دوی یو پولیس د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی. د هغه په وینا، د معاذالله په نوم یاد پولیس په اشخیلو کلي کې تر لمانځه وروسته کور ته په لاره په نښه شوی دی.

د طالبانو د المپیک او بدني روزنې ادارې مشر، احمد الله وثیق، ویلي چې د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله به له نهو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا د قزاقستان په کوربهتوب د «کوک پار» نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر، محمد محقق، افغانانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو کړنې باید خلک نهیلي نه کړي او ولس باید د بدلون لپاره چمتو واوسي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ویلي چې پر کابل، پکتیا او کندهار د پاکستاني بریدونو کې هېڅ ملکي وګړی نه دی زیانمن شوی. تر دې وړاندې یوناما ویلي و، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له امیرخان متقي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د طالبانو او پاکستان شخړه یوازې د سیاسي تفاهم له لارې حل کېدای شي. هغه زیاته کړه، چین چمتو دی د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره رغنده رول ولوبوي.

په ملګرو ملتونو کې د ایرلینډ هېواد استازي د ښځو د وضعیت د ۷۰مې کمیټې غونډې ته ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو لپاره د عدالت لاسرسی یقیني کړي.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال سرور دانش وايي چې طالبان په هېواد دننه د سولې د تامین وړتیا نه لري او د ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې د نورو هېوادونو د «یرغل» لپاره زمینه برابره کړې ده. ښاغلي دانش وویل که افغانستان د ټولو لپاره نه وي، نو د هېچا لپاره به نه وي.

د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال تادین خان اڅکزي وایي، چې د پاکستان پوځ د تېره شپې هوايي بریدونو کې ملکي وګړي يې په نښه کړي دي. نوموړي له نړۍوالو بشري سازمانونو څخه د پاکستان د تیرو ټولو جنايتونو د څېړلو ترڅنګ پر پاکستاني پوځ د سختو بندیزونو غوښتنه کړې ده.

د مقاومت جبهې مشر، احمد مسعود، د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې روان وضعیت د طالبانو د «غیرعاقلانه» کړنو او له ترهګریزو سازمانونو د دغه ډلې د ملاتړ پایله ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینېټ، د دې سازمان په یوه فرعي غونډه کې ویلي چې طالبانو د افغانستان قضایي نظام په بنسټیز ډول بدل کړی دی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مخکیني رییس عبدالکریم خُرم ویلي، چې پاکستان خپلو بمباریو، زموږ د وطنوالو قتلولو او د بېلابېلو تاسیساتو ویجاړولو ته ادامه ورکوي. خُرم زیاتوي، چې په داسې شرایطو کې باید لویه جرګه راوغوښتل شي او له ملت سره موضوعات شریک او مشورې وشي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، د پاکستان له لوري د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو د وژنې په غبرګون کې ویلي، «د پاکستان مرګوني هوايي بریدونه غندو». فایق ویلي: «د ښځو او ماشومانو په ګډون د بې ګناه ملکي وګړو وژنه یو جنګي جرم دی.»

د تېر جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي پاکستان به د خپلو بې هدفه بریدونو لوړه بیه پرې کړي. هغه پر اېکس پاڼه لیکلي: «د پاکستان بې هدفه بریدونه به ټوله سیمه نوره هم بېثباته کړي او پاکستان به هم د دې لپاره لوړه بیه ورکړي».

پاکستاني سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې د دغه هېواد ځواکونو د جمعې پر شپه د طالبانو پوځي مرکزونه د افغانستان په څو ولایتونو کې په نښه کړي دي. بل خوا د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، پر کابل د بېګاني هوایي برید له امله ۴ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴نور ټپیان دي.

پاکستاني چارواکي وايي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په لکی مروت سیمه کې د پولیسو پر موټر په بمي برید کې ۷ پاکستاني پولس وژل شوي. د پولیسو یوه سیمه ییز ویاند د جمعې په ورځ تایید کړه، چې شپږ پولیس پر ځای وژل شوي او یو بل پولیس په روغتون کې ساه ورکړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) ویلي، چې پر کابل یې د پاکستان د تېرې شپې د هوايي برید د ملکي تلفاتو شمېر مستند کړی. یوناما ویلي، چې په دغه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ کسه وژل شوي او ۱۴ نور ټبیان دي.