
په برېتانیا کې یو افغان د تښتونې او جنسي تېري اعتراف وکړ
یو افغان د برېتانیا په محکمه کې د تښتونې، جنسي تېري او د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونو اعتراف کړی دی. ۳۹ نجیبالله عرب د پنجشنبې په ورځ د اکسفورډ په ښار کې محکمې ته حاضر شو.

یو افغان د برېتانیا په محکمه کې د تښتونې، جنسي تېري او د ښځو د جنسي ځورونې اړوند تورونو اعتراف کړی دی. ۳۹ نجیبالله عرب د پنجشنبې په ورځ د اکسفورډ په ښار کې محکمې ته حاضر شو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته منلې، چې په «تالو» څانګه کې د افغان ځوانانو ووشو لوبډله د بودجې د کمښت له امله په چین کې د ځوانانو اولمپیک د غوراوي په سیالیو کې له ګډون کولو پاتې شوه.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د پاکستان «پوځي رژیم» الوتکو تېره شپه د کندهار هواي ډګر ته څېرمه د یوه خصوصي هوايي شرکت د تېلو ذخیره وېشتې ده. نوموړي په یاده پېښه کې د احتمالي اوښتې مرګژوبلې په تړاو څه نهدي ویلي.

د طالبانو ویاند وايي، پاکستاني پوځي «رژیم» تېره شپه یو ځل بیا پر کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او ځینو نورو سیمو بمباری کړی دی. د نوموړي په وینا، پاکستان په دې بریدونو سره په ځینو ځایونو کې د ولسي وګړو کورونه ویشتي او له امله یې یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي پر ایران د امریکا او اسراییل د بریدونو پر مهال د طالبانو او عامو افغانانو لهخوا له دوی سره د همکاریو او مرستو دهیلو څرګندولو امله مننه وکړه.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې تېره شپه د کابل په ۲۱مې ناحیه کې د پاکستانۍ جېټ الوتکو د ملکي وګړو کورونه بمبار کړي دي. راپور کې راغلي، د دغو بمباریو له امله ۳ ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی، چې ښايي دا کړکېچ له اختر وروسته هم دوام ومومي.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، د پاکستان جېټ الوتکو تېره شپه د پکتیا په څمکنیو ولسوالۍ کې د طالبانو یو سرحدي کنډک بمبار کړی دی. سرچینې زیاتوي، لا هم له یاد کنډک څخه د اور لمبې پورته کېږي، خو له امله یې د اوښتې احتمالي مرګ ژوبلې په تړاو تر اوسه څه نهدي ویل شوي.

رویټرز د فرانسې له قوله راپور ورکړی، چې د عراق په اربیل سیمه کې د یوې بېپیلوټه الوتکې په برید کې شپږ فرانسوي سرتېري چې عراقي ځواکونو ته یې د ترهګرۍ ضد روزنه ورکوله ټپیان شوي، خو د برید د سرچینې په اړه جزییات نهدي ورکړل شوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر جدې ته د خپل سفر په لړ کې د سعودي عربستان ولیعهد ته ډاډ ورکړی، چې په دې حساسو شرایطو کې به یې اسلاماباد په ملاتړ کې ولاړ وي. دا لیدنه په منځني ختیځ کې د کړکېچ او پر ایران د بریدونو په لړ کې کېږي.

وروسته لههغه چې رویټرز د درېیو سرچینو له قوله راپور ورکړ، چې د چین د منځګړیتوب په هڅو، چې د ولسمشر شي جینپینګ پیغام هم پهکې شامل و، د پاکستان او طالبانو تر منځ د جګړې په کمولو کې مرسته کړې، خو پاکستان د جمعې په شپه یو ځل بیا د کابل په ګډون پر درېیو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

محمد محقق چې دمګړۍ په جلاوطنۍ کې شپې او ورځې تېروي، د طالبانو له پرلهپسې فشارونو وروسته سخت غبرګون ښودلی دی. نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې میدان ته دې د ده د راتلو انتظار وباسي.

یوه طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته پر کابل، کندهار او پکتیا ولایتونو د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل. دغه چارواکي په یادو درېیو ولایتونو کې د مشخصو ځایونو د په نښه کېدو په تړاو څه نهدي ویلي.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې انالنا بربوک د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲۱مه) په نیویارک کې له درې افغان ورزشکارانو او د ښځو د حقونو له فعالانو سره د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت او په دغه هېواد کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندنې د کمپاین په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو مالیه وزارت وايي، چې په تېرو درېیو اونیو کې یې په کندهار، نیمروز، فراه، هرات او هلمند ولایتونو کې له پاکستان او ایران څخه لسګونه زره کیلوګرامه واردېدونکي قاچاقي توکي نیولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د امریکا هغه پرېکړه چې افغانستان یې د «برمته نیوونکو هېوادونو» په نوملړ کې شامل کړی، د دې لپاره ده، چې د طالبانو پر ضد د راتلونکو سناریوګانو لپاره پلمه برابره کړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په غزني کې یې په ۱۹۰۷ جریبه ځمکه کې د کډوالو د ښار ګوتي جوړولو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل کړ.

د بشري حقونو نړیوال بنسټ په یوې تازه اعلامیه کې د خوست په عليشېر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو توغندیز بریدونه غندلي دي. دې سازمان ویلي، چې پنجشنبه د کب (۲۱مه) سهار وختي پاکستاني عسکرو په توغندیزو بریدونو کې ۳ ماشومان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزیر نجیبالله حیات حقاني د لوګر ولایت د محمداغې صنعتي پارک تفصیلي پلان تایید او لاسلیک کړی دی. دغه صنعتي پارک، د هېواد په مرکزي حوزه کې یو له مهمو صنعتي مرکزونو شمېرل کېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او د چین استازي یو شیاویونګ نن په اسلام اباد کې د «ټيټيپي او د ترکستان اسلامي غورځنګ» د ګواښونو په تړاو خبرې کړې دي. محمد صادق ویلي، چې دواړه وسلهوالې ډلې پاکستان او چین ته ترهګریز ګواښونه پېښوي.

د پاکستان د بریدونو له امله په کونړ کې ګڼ شمېر کورنیو خپل کورونه پرېښي او د اسعداباد ښار په څنډو کې په خیمو او تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې تېروي.