
د کاناډا پولیسو د امريکا پر قونسلګرۍ د بريد په تړاو دوه شکمن کسان نيولي
د کاناډا پوليسو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ټورنټو په ښار کې د امريکا پر قونسلګرۍ شوی بريد «د ملي امنيت پېښه» بلل کېږي او په تړاو يې دوه کسان نيول شوي دي. د راپورونو لهمخې، د سهار شاوخوا څلور نيمې بجې د قونسلګرۍ پر ودانۍ ډزې شوې دي.



















