
رویټرز: د اسراییل په بریدونو کې شپږ فلسطینیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي
په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو رویټرز اژانس ته ویلي، چې د یکشنبې په ورځ په غزه کې د اسراییل په دوو جلا هوايي او راکیټي بریدونو کې د دوو نجونو په ګډون شپږ فلسطینیان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو روزنیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکو جګړو په ترڅ کې د زدهکړې، کلتور، رسنیو او چاپېریال ساتنې د وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

په هلمند کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت په فرعي ګمرکونو کې یې ۷۶۵۴ کیلوګرامه خوراکي او غېر خوراکي قاچاقي مواد ترلاسه کړي دي. د دغه دفتر په وینا، دغه قاچاقي مواد په تېرو پنځو ورځو کې ترلاسه شوي او د لېږد په تړاو یې ۴ کسان هم نیول شوي دي.

په هرات کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولینو ویلي، چې په روان کال کې ۲۵۲۵ کورنیو او ۹۷ بهرنیانو ته یې کاري جوازونه ورکړي دي.

په اسلاماباد کې د امریکا سفارت له امریکایانو پرته د نورو ویزو غوښتونکو لپاره خپلې چارې یو ځل بیا وځنډولې. دغه سفارت ۸ ورځې مخکې هم په ریاض کې د امریکا سفارت له په نښه کېدو وروسته د ۶ ورځو لپاره خپلې ټولې چارې ځنډلې وې.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان د کرېکټ په نړۍوال جام کې د اتلولۍ د ګټلو له امله هند ته د «جی هند» په ویلو سره مبارکي وویله. د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ نن د هند په اتلولۍ سره پای ته ورسېده.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اوونۍ د اقینې، حیرتان، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرونو له لارې ۱۸۳ زره او ۱۸۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي، خو یادې ډلې تر اوسه په خپلو لیکو کې پر مجرم پېژندل شویو کسانو علني او بدني سزاوې نه دي عملي کړې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې دا ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې په افغانستان کې د ښځې په توګه ژوند کول یو جرم ګڼل کېږي.

د مارچ اتمه چې د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نمانځنې ترڅنګ د ښځو پر حقونو او لاسته راوړنو ټینګار کېږي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تُرک وايي، په نړۍ کې ښځې د نارینهوو پرتله یوازې له ۶۴ سلنې قانوني حقونو څخه برخمنې دي.

د افغاني دودیزو جامو ډیزاینره ملیحه نوري چې د سلګونو زرو نورو افغان نجونو او ښځو په څېر له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوې، د جمهوري نظام رانسکورېدو او واک ته د طالبانو رسېدو ته په اشارې سره وايي، چې ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه ځوان نسل د دومره لوی بدلون تصور نه درلود.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریزو لوبو نړۍوال جام سیالۍ پایلوبه د هند او نیوزیلند تر منځ تر سره شوه او د هند لوبدلې نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ د شل اوریزو نړۍوال جام اتلولي د دویم ځل لپاره په خپل نوم کړه.

د بیان د ازادۍ مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي، چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو شمېر له ۲۰۰۰ تنو څخه ۱۹۰ ته راکم شوی دی.

په جینوا کې د افغانستان استازی، نصیر احمد اندېشه، وایي چې په داسې حال کې چې هېواد له بېساري پوځي، اقتصادي او ټولنیز ملي بحران سره مخ دی، طالبان د دې بحرانونو د مهار پر ځای نورو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکوي.

د افغان ایواک په نوم د افغانانو د بیا مېشتېدنې د همغږۍ سازمان، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دې ورځ د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ښځو هڅې او قربانۍ ستایل کېږي خو په همدې لړ کې پر افغان مېرمنو دوامداره محدودیتونه د اندېښنې وړ دي.

تحریک طالبان پاکستان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خیبر په نامه خپل پسرلني کلني جګړه ییز عملیات اعلان کړل. یادې ډلې ویلي، چې تېر الخندق عملیات یې بریالي ول او دا ځل به د خیبر په نامه نویو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ پر ضد خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي.

د طالبانو د کندوز ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، یوه افغان پانګوال لېوالتیا ښودلې چې د لومړي ځل لپاره په کندوز ولایت کې د درملو د تولید یوه معیاري فابریکه جوړه کړي. د طالبانو والي په کندوز کې د درملو د تولید فابریکې د جوړېدو هرکلی کړی او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ور کړی دی.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به سبا (دوشنبه، د کب۱۸مه) په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت بحث او ارزونه وکړي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې هېواد یې د افغان نجونو او ښځو سره ولاړ دی. لینډسي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره د برېتانیا پر ژمنې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ایران سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغه هېواد د ولسمشر د لومړي مرستیال له قوله ویلي، چې د افغانستان لپاره د اساسي توکو د تخصیص او انتقال لپاره نوی میکانیزم ثبت شوی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. نوموړي وویل، چې انقره د افغانستان د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچن وضعیت له نږدې څاري.