
طالبانو په کابل او هلمند کې ۱۷ کسان په دُرو وهلي
د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل او هلمند ولایتونو کې یې ۱۷ کسانو ته د «زنا»، نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې په کابل او هلمند ولایتونو کې یې ۱۷ کسانو ته د «زنا»، نشه يي توکو د خرڅلاو او قاچاق په جرم تعزیري سزاګانې ورکړې دي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان افغان پالیسي ناکامه ده او په تېرو ۷۸ کلونو کې پاکستان ونه کړای شوای، چې افغانستان خپل دوست جوړ کړي. نوموړي زیاته کړه، چې دی د جګړې خلاف دی او باید د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه ونه شي.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد له ولسمشر نه د فساد محکمې په تړاو د بښنې غوښتنه کړې، ځکه نوموړي ویلي، چې دغه قضیه یې د حکومتولۍ وړتیا کمزورې کوي او بښنه د اسراییل په ګټه ده.

واشنګټن پوسټ په یوه رپوټ کې ویلي، چې د هند او طالبانو ترمنځ وروستۍ نږدې اړیکې په اسلام اباد کې د اندېښنې لامل شوې دي او د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه مرګونو بریدونو ته په کتو سره ښايي افغانستان او پاکستان د یوې نوې شخړې پر لور ولاړ شي.

د خیبرپيښتوخوا ایالت په دیره اسماعیل خان او بنو ولسوالیو کې د وسله والو په بریدونو کې درې پاکستاني نظامیان وژل شوي او د یو افسر په ګډون درې تنه ټپیان دي. د دیره اسماعیل خان په کلاچي سیمه کې د پوځیانو یو موټر په بم الوزول شوی دی.

پاکستاني سرچینو ویلي، اسلام اباد د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي پر ځای پر نوي والي غور کوي. د اې این پي طالبانو ضد دریځ ته په پام امیر حیدرخان هوتي پیاوړی نوماند ګڼل کیږي. دغه راز د افتاب شیرپاو، پرویز خټک او دریو متقاعدو جنرالانو نومونه هم د ولایت څوکۍ لپاره وړاندیز شوي.

د طالبانو د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې د دغه ولایت په ۱۳ ولسواليو کې بڼوالو په ۲۱۵.۶ هکتاره ځمکه د مالټو بڼونه جوړ کړي چې سږکال يې حاصل ۲ زره ۲۱۴ مټريک تنه اټکل شوی دی.

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د یاد وزارت وزیر محمدعیسی ثاني د ترکي ودانیزو شرکتونو له استازي بولنت بیلګي سره کتنه کې د زېر بنایي پروژو په هکله هر اړخیزې خبرې اترې کړې دي. بولنت بیلګي ویلي چې دوی په افغانستان کې د سړکونو او پلونو جوړونې په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړپوړي کمیشنر وولکر تورک خبرداری ورکړی چې د پاکستان د ۲۷م اساسي تعدیل له امله د قضا خپلواکي جدي زیانمنه شوې او د قانون د حاکمیت او د بشري حقونو ساتنې په برخه کې جدي اندېښنې راپورته شوې دي. هغه ټینګار کړی، چې دا په قضا کې سیاسي مداخلې ته لاره اواروي.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعید ویلي، چې د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې له هرات څخه ۱۹،۹۷ میلیونه کیلوګرامه وچه مېوه اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، جرمني، امریکا، ایران، قطر، ترکیې، هند او سعودي عربستان ته صادره شوې ده.

اسوشیټیډ پریس په خپل ځانګړي رپوټ کې لیکلي چې د ځینو ایمیلونو له ترلاسه کولو وروسته څرګنده شوې چې پر دوو امریکايي سرتېرو بریدکوونکی افغان عبدالرحمان لکڼوال له کلونو راهیسې له رواني ستونزو، بېکارۍ او اوږدمهالې انزوا سره مخ و.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپله وروستۍ خبري ناسته کې ویلي، چې کابل ته د سفر پرمهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ورته ویلي و، چې د تحریک طالبان پاکستان ځینې غړي یې زنداني کړي دی. ډار زیاتوي، چې دا کافي نه ده او د دوی د ځپلو دوامدارو اقداماتو اړتیا ده.

د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ ولسوالۍ کې د اهل حدیث مسلک اړوند یو جومات د چاودنې هدف ګرځېدلی. له چاودنې سره هممهاله د جومات د امام کور ته لاسي بم اچول شوی. د اهل حدیث مسلک پر پلویانو په دې وروستیو کې بریدونه ډېر شوي، خو هیڅ وسله والې ډلې یې مسوولیت نه دی اخېستی.

د طالبانو د مرکزي بانک رییس نوراحمد آغا او د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په کابل کې لیدلي او د مالي او بانکي همکاریو په اړه يې خبرې کړې دي. د دې لیدنې پر مهال په ایران کې د دُوغارون آزادې سیمې کې د افغانستان د بانکونو د څانګو د پرانېستل کېدو پر موضوع هم بحث کړی.

سیبياېس نیوز خبر ورکړی چې د امریکا د کلفرونیا ایالت شمال کې د سټاکټن ښار په یوې کورنۍ مېله کې د ډزو له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي. د بریدګر هویت لا نه دی څرګند شوی او د راپورونو له مخې هغه له سیمې تښتېدلی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په بدخشان ولایت کې یې په طالب وسله والو راکټي برید کړی چې درې طالبان یې پهکې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، سږ کال په بېلابېلو ولایتونو کې د انځرو له بڼونو نه ۱۵۱زره او ۷۰۰ مټریک ټنه حاصلات ترلاسه شوې دي. وایي، دا شمېر تېر زېږدیز کال کې د انځورو حاصلات ۱۱۱مټریک ټنه و چې ۳۹زره ټنه زیاتوالی پهکې راغلی.

پخوانی ایرانی ډېپلوماټ او سیمهییز تحلیلګر سید رسول موسوي وايي چې د افغانستان او پاکستان درېیمه دوره مذاکرات، که بریالي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي مدیریت او د «ټيټيپي» د فعالیتونو کنټرول ممکن کوي.وایي، د شخړو بشپړ حل اوږدمهاله خبرو او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري.

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال خوشال سادات د د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) پر تګلارو کلکې نیوکې کړي. هغه ویلي چې اسلاماباد له کلونو راهیسې سختدریځې ډلې د «کورنیو بوټو» په شان روزلي او اوس د همدې پالنې له پایلو شکایت کوي.

د اوکراین سیمهییز چارواکي وايي، روسیې د نومبر پر ۳۰مه د شپې له خوا پر کېیف اوبلاست ډرون برید کړی چې په پایله کې یې یو تن وژل شوی اود یو ماشوم په ګډون ۱۱ نور ټپیان دي.

سیمهییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو ریاست تېره یکشنبه د (لیندۍ لومړۍ نېټه) په بلخ ولایت کې ځايي شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر حسینی بامداد هغه مهال نیولی چې کار ته روان و. د سرچینو په وینا، بامداد یوازې د خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو له امله نیول شوی دی.