
سراجالحق: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ زیاتوالی د خطر زنګ دی
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراجالحق ویلي، چې په پاکستان کې د ترهګریزو پېښو او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل د دواړو هېوادونو لپاره د یوې احتمالي فاجعې خبرداری او د خطر زنګ دی.


















