
په پېښور کې د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده
د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په صدر کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده. له چاودنې وروسته سیمه د پاکستاني ځواکونو لهخوا کلابنده شوې ده.

د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په صدر کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو مرکزي دفتر مخې ته چاودنه شوې ده. له چاودنې وروسته سیمه د پاکستاني ځواکونو لهخوا کلابنده شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، د سند ایالت د کراچۍ ښار په سهراب ګوټ او جمالي ګوټ سیمو کې یو شمېر کسانو د افغان کډوالو د نیونې د عملیاتو پرمهال پر پولیسو ډزې کړې دي. د راپورونو له مخې؛ دغه کسانو پولیس په کوتکونو هم ډبولي او نیول شوي افغانان یې ترې بېرته خلاص کړي دي.

د خارکیف والي اولیه سینیهوبوف د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې روسي ځواکونو د اوکراین پر خارکیف ښار د ډرون بریدونه کړي چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپیان دي.

د ایران د سویلي خراسان ولایت د سړکونو د ساتنې او ترانسپورټ لوی مدیر سدالله جلالزاده وايي، چې د ماهیرود په پوله د بار وړونکو موټرو تګ راتګ په بېساري ډول زیات شوی او دغه بندر د دې هېواد له هغو تر ټولو خوندي او باوري لارو څخه دی چې د ترانزیټ چارې پهکې ډېرې روانې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سند په اړه د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غندلې او هغه یې د سیمهییز امن لپاره ګواښوونکې بللې دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه ډول څرګندونې د نړۍوال قانون، پېژندل شویو سرحدونو او د دغه هېواد د خپلواکۍ خلاف دي.

په بغلان ولایت کې د پنبې سږني حاصلات د تېر کال پرتله ۲۴ سلنه ډېر شوي؛ خو بزګران بیا شکایت کوي، چې خپلو حاصلاتو ته مناسب بازار نهلري او تر څنګ یې د پلور اسانتیاوې ورته نهدي برابرې شوې.

د ایران د ملي شورا د داخلي چارو او د شوراګانو کمېسیون مشر په ټینګار سره ویلي، چې د کډوالۍ ملي ادارې د اساسنامې له مخې له ایراني مېرمنو سره د واده له لارې د تابعیت یا دايمي استوګنې ترلاسه کول هېڅ قانوني بنسټ نهلري.

د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې هیثم علي طباطبایي د لبنان د حزب الله ډلې دویم لوړ پوړی مشر د بیروت په سویلي سیمه کې د اسراییل په برید کې ووژل شو. د اسراییل پوځ ویلي، چې نوموړی د یکشنبې په ورځ د بېروت په حاره حریک سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې په نښه شوی دی.

د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي د لهمنځه وړلو د نړۍوالې ورځې په درشل کې د افغان ښځو غورځنګ وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې زور زیاتی ملي ناورین او جنسیتي تبعیض دی. دغه غورځنګ له نړۍوالو غوښتي، چې د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو نقض د جنسیتي تبعیض په توګه په رسمیت وپېژني.

اورشلیمپوسټ په یوې تازه شننه کې لیکلي، چې د عراق او سوریې په پوله د امنیتي دېوال جوړول چې تراوسه یې نیمایي کار بشپړ شوی، کولی شي د ایران تر ملاتړ ډلو د ناقانونه نفوذ مخه ونیسي او د تهران سیمهییز نفوذ پروژې ته زیان ورسوي.

د «ههنګاو» په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، کوروش تیمور حسیني چې نوی عیسوی شوی افغان دی، شاوخوا دوه کاله مخکې د دغه هېواد د امنیت پر ګډوډولو تورن شو، خو بالاخره د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲مه) پر دوه کاله حبس محکوم او د کرج «قزلحصار» بندخونې ته ولېږدول شو.

د رویټرز د راپور له مخې، درېیو اروپایي قدرتونو چې د E3 په نوم یادېږي او پکې برېتانیا، جرمني او فرانسه شامل دي، د اوکراین د سولې د ۲۸ مادو پر طرحې امریکا ته یو متقابل وړاندیز ورکړی.

د هند حکومت ویلي، چې له کاناډا سره یې هوکړه کړې ترڅو د نوې سوداګریزې هوکړې خبرې بیا پیل کړي. دا خبرې له دوو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېپلوماټیکو شخړو وروسته ځنډیدلې وې.

واشنګټن پوسټ لیکلي، چې د سویس ساینسپوهانو یو داسې مایکرو روباټ جوړ کړی، چې اندازه یې د شګې د دانې سره برابره ده او د مقناطیسي ساحې په وسیله کنټرولېږي.

رویټرز د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ دویمه) د دوو باخبره سرچینو له قوله لیکلي، چې امریکایي او اوکرایني چارواکي امریکا ته د زېلېنسکي د احتمالي سفر په اړه په خبرو بوخت دي او ښایي ولادیمیر زېلېنسکي روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.

د طالبانو ۲۰۷ قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په تېره اوونۍ کې یې ۵۲۳ کسان چې غوښتل یې په ناقانونه توګه ایران ته ولاړ شي، نیولي دي. دوی په دې اړه چې د دغو کسانو د قاچاق په تړاو څوک نیول شوي او که نه، څه نه دي ویلي.

د افغانستان پېژندل شوی خبریال او سیاسي شنونکی صدیقالله توحیدي وایي، چې طالبان مشروعیت نه لري او افغانستان دا مهال په بشپړه توګه د قدرت په خلا کې دی. هغه طالبان ترهګره او نامشروع ډله بللې او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د قدرت په خلا کې دی.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې یې له ۴۰۰ زلزلهځپلو کورنیو سره د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د بېوزلۍ د کمولو په موخه د ۳۱.۲ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.

د امام ابوحنیفه په نوم اووه ورځنی ملي او نړۍوال نندارتون چې د تېرې دوشنبې په ورځ په کابل کې پرانېستل شوی و، نن پای ته ورسېد. په دې نندارتون کې له ۸۰ میلیونو افغانیو زیات پلور ترسره شوی او د شاوخوا ۷۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان کړی، چې غواړي اخوانالمسلمین د «بهرني ترهګر سازمان» په توګه وپېژني. د دې پرېکړې اړوند وروستي اسناد د چمتو کېدو په حال کې دي او ټرمپ ویلي، چې دا پرېکړه به په ډېر «قاطع او پياوړي ډول» عملي شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ایران له افغانستان سره د اروپا په پرتله زیاته سوداګري لري. د هغه په وینا، په دې پراختیا کې د دواړو هېوادونو سرحدي ولایتونو مهم رول لوبولی.