
د اروپایي پارلمان د دفاعي کمیټې مشرې د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو غوښتنه کړې
د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مارياګنس اشترکزیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د اروپایي پارلمان د امنیت او دفاع کمیټې مشرې، مارياګنس اشترکزیمرمن، د ایراني ډیپلوماتانو د ایستلو او د سپاه پاسداران ډلې پر غړو د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې په بدخشان ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د اسلام اباد په هوايي ډګر کې سرحدي ساتونکو د جمعیت علما اسلام ګوند د یوه مشر کابل ته د سفر مخنيوی کړی دی. جمعیت علما اسلام له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، او مشران یې د افغان طالبانو په وړاندې د اسلام اباد د پالیسیو منتقدین دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر دونالد ټرمپ هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ګواکې په ایران کې ۳۲زره کسان وژل شوي دي. عراقچي، ټرمپ ته ویلي چې د خپلو ادعاوو د ثابتولو لپاره باید اسناد وړاندې کړي.

د طالبانو د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت وايي، چې د تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه کې د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورې شوي او په ۷ پروژو کې یولړ تعدیلونه راغلي دي. په دې پروژو کې د کندهار ولایت احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر ترمینل او پارکینګ جوړول هم شامل دي.

د پاکستان پوځ وایي، چې د خپلو هغو دوو امنیتي سرتېرو د وژل کېدو غچ به واخلي، چې نن د شنبې په ورځ (کب ۲مه) د خیبرپښتونخوا په بنو کې د وسلهوالو په یوه برید کې وژل شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د بغلان د پنځلسو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یې سپکې او درنې وسلې نیولي دي. په دې وسلو کې ۱۵ میله کلاشینکوفونه، ۶۲ میله توفنګچې، ۲ میله پیکا او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو تایید کړې، چې د ایران د وروستیو اعتراضونو پر مهال د وژل شویو او نیول شویو کسانو په منځ کې د افغانستان وګړي هم شامل دي.

د پاکستان د ولسمشر ویاند، مرتضی سولنګي ویلي، چې یو وخت د کابل ښار د کلتور او موسیقۍ مهم مرکز و او دغه ښار هنرمندانو ته یو ځانګړی ارزښت درلود.

د طالبانو د پوهنې وزارت وايي، چې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیله تر دې دمه په ټول هېواد کې ۳۲ زره ۸۰۰ کډوال ماشومان د هېواد د بېلابېلو ولایتو په ښوونځیو کې شامل شوي دي. یاد وزارت زیاتوي، چې له دې ماشومانو د سویې د تثبیت ازموینې له اخیستلو وروسته ښوونځیو ته ورپېژندل شوي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چې برازیلي روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

په پکتیکا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې تېره ورځ طالبانو د پکتیکا په یحی خېلو ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قومندان مرغی ګټوازی ترور کړی. د وژل شوي قومندان نږدې خپلوان وایي، هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او د طالبانو د عمومي بښنې کارت یې هم درلود.

د جاپان بهرنیو چارو وزارت په ایران کې له خپلو وګړو غوښتي، چې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او پر دغه هېواد د امریکا د احتمالي بریدونو د اندېښنو له امله ژر تر ژره له دغه هېواده ووځي. دغه وزارت خبرداری ورکړی، که وضعیت نور هم ترینګلی شي، ښايي هوايي حریم او هوايي ډګرونه هم وتړل شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د مورنیو ژبو د بډاینې او ساتنې په موخه یې ۱۱ زره جلده بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي. په داسې حال کې، چې طالبانو واک ته له بیا ځلې رسېدو وروسته د کتابونو د خپراوي لپاره کمېسیون جوړ کړی او د ډیرې کتابونو د چاپ او خرڅلاو مخه یې نیولې ده.

د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي سازمان، یونسکو، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د نړۍ شاوخوا ۴۰سلنه وګړي په هغه ژبه زدهکړو ته لاسرسی نه لري، چې خبرې پرې کوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی، چې د ژبو تنوع له جدي ګواښ سره مخ ده او ورځ تر بلې ډېرې ژبې له منځه تلونکې دي.

له خیبر پښتونخوا څخه سرچینې وایي چې په پېښور ښار کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په دوام، ګڼې استوګنیزې او سوداګریزې سیمې سروې شوې دي او ټاکل شوې ده ډېر ژر په دغو سیمو کې عملیات پیل شي.

تورخم کې د پاکستانګمرک مسولینو ویلي چې له یوه بار وړونکي موټر څخه یې ۳۰ کیلوګرامه سپین زر کشف او ضبط کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ ۱۱۰۳ کډوالې کورنې چې ټول ۵۸۹۸کسان کیږي له ایران او پاکستان نه افغانستان ته په جبري توګه راستانه شوې دي.

د طالبانو د امارتي شرکتونو لوی ریاست خبر ورکړی چې له دغه ریاست سره تړلی د سپینزر کندز د طالبانو شرکت به د لومړي ځل لپاره په شمالختیځ زون کې د ۴۵ میلیارده افغانیو په ارزښت د تجارتي او استوګنیز ښارګوټي پروژه پلې کړي.

د خیبر پښتونخوا سیمه ایزې سرچینې وایي چې د بنو په سرهدرګه سیمه کې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید شوی چې له امله یې پنځه پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ، ویلي چې په ایران کې د وروستیو لاریونونو پر مهال نیول شوي او وژل شوي کسانو زیاتره عام خلک دي، چې پکې ماشومان شتون لري.