
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت: په افغانستان کې د درملو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د دردملو او طبي وسایلو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې دمګړۍ په افغانستان کې د دردملو او طبي وسایلو د تولید ۱۳۰ فابریکې فعالیت کوي او نږدې ۶۰۰ قلمه درمل تولیدوي.

د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال وايي، چې د «اشغالګرو پر وړاندې د مبارزې دوره» پای ته ورسېده او اوس د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتنې وخت دی. عبدالسلام حنفي زیاتوي، چې ددې اصل په پام کې نیولو سره به په هيواد کې اسلامي نظام پياوړی او د ملت ټول حقوق تامين شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل د سفر پرمهال په دغه هېواد کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ پر فرصتونو او په هند کې د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، د ننګرهار ولايت د سپین غر ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د غلا په تور پرون تعزیري سزا ورکړل شوې. یادې محکمې دواړه تورن کسان په دوه ـ دوه کاله او شپږوـ شپږو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو محکوم کړي.

د فلسطین د وسله والې ډلې یو پلاوی د یکشنبې په ورځ قاهرې ته تللی چې د غزې جګړې له منځګړو سره وویني. د یادې ډلې یوه مسوول له نومښودنې پرته رویټرز ته ویلي چې پلاوی به د اسراییل له لوري د اوربند تړون د دوامدارو سرغړونو په اړه خبرې وکړي.

د طالبانو د ننګرهار رسنیز دفتر وايي، چې په دغه ولایت کې د پوليو واکسين څلور ورځنی کمپاين پيل شوی، چې په ترڅ کې به يې له پنځو کالونو کم عمره ۹۵۰ زره ماشومان واکسين شي. یاد دفتر وايي، چې په ننګرهار کې د پولیو هیڅ کومه نوې مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی چې ۲۹۴ تنه افغان محکومان چې د ایران په بیلابیلو زندانونو کې بندیان وو، د پاتې سزا تېرولو لپاره د اسلام کلا له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي. په زندانیانو کې پنځه مېرمنې هم شاملې دي.

په هرات کې د طالبانو والي مولانا اسلام جار په افغانستان کې د ټاپي پروژې له مشر بګنج عبدالله یوف او په هرات کې د ترکمنستان له جنرال کونسل باتور یولوف سره په کتنه کې د تورغونډۍ بندر له لارې د وارداتو او صادراتو ډېرولو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو پرېکون د افغانستان پر سوداګرۍ هېڅ ډول منفي اغیز نه دی کړی او د سیمي له هېوادونو سره سوداګري په نورمال ډول دوام لري.

د هرات-کندهار پر لویه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله۱۰ تنه مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي. طالبانو د یکشنبې ورځې پېښه تایيد کړې او وايي، چې پېښه د هرات شینډنډ هوايي ډګر ته نږدې د یو۳۰۲ ډوله مسافر وړونکي موټر او يو فلاینګکوچ د ټکر له امله شوې.

د طالبانو امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر محمد خالد حنفي خبرداری ورکړ چې «که دوی د اسلامي احکامو له تطبیقولو مخ واړوو، الله به له ورڅخه د اسلامي نظام په څېر لوی نعمت واخلي». نوموړي دا خبرې د منکراتو او معروفاتو د اقامې تر عنوان لاندې د ددغه وزارت له خوا جوړې شوې غونډې کې کړي.

په هالند کې د افغان ښځو یووالي بنسټونو د ملکه ثریا د ۱۲۶مې کلیزې په مناسبت ګډه ناسته ترسره کړې چې پهکې د هغې د ژوند، هڅو او د افغانستان د ښځو د حقونو په مبارزه کې د نوموړې د تاریخي رول په اړه علمي ویناوې وشوې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د هېواد په اتو ولایتونو کې یې ځواکونو د نشهيي توکو ضد عملیات ترسره کړي چې۲۶کسان یې نیولي او خپلو قضایي ادارو ته یې سپارلي دي.

د روسیې چارواکي وايي، اوکرایني ډرون الوتکو د مسکو له ښار څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره ختیځ لور ته د شاتورا بریښنا او تودوخې لوی سټېشن ویشتلی دی.

نړۍوال بانک وايي، له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو سره سره افغانستان په اکټوبر میاشت کې ۲۶۷میلیونه ډالره صادرات ثبت کړي چې د تېر کال د همدې مودې پرتله پهکې ۳،۷٪زیاتوالی او د سپټمبر په پرتله ۱۳ سلنه لوړوالی ښيي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې د کندز ولایت په پنځمې امنیتي حوزه کې یې پنځه کسان د انسان تښتوونې په تور نیولي او یو تن یې له دوی ژغورلی دی. وايي، له دغو کسانو څخه دوه موټر، یو میل کلاشینکوف او یو میل تفنګچه هم تر لاسه شوې ده.

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي چې پرون شنبه د (لیندۍ لومړۍ) نېټه پاکستان او ایران ۱۱۸۵۵ افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ور ستانه کړي دي. د مالوماتو له مخې، یادو کډوالو ته لومړني خدمات وړاندې شوي او خپلو ولایتونو ته یې خوندي لېږد ترسره شوی دی.

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی چې په بغلان کې یوې نجلۍ په پنځه میاشتو کې د قران کریم ټولې دېرش سیپارې په لاس لیکلي دي. د دغه نجلۍ ورور فیصل له طالبانو غواړي چې د هغې د خطاطۍ هنر او وړتیاوو د پراخېدو لپاره باید ورسره همکاري وکړي.

اسلاماباد وايي د افغانستان پر وړاندې د ډيورنډ پر کرښه د سوداګریزو لارو تړل د سیاست ستونزه نه ده، بلکې هغه اقتصادي او امنیتي فشار دی چې له قاچاقي دهلېزونو جوړ شوی و. وايي، په دې پرېکړه کې افغانستان یوازې په یوه میاشت کې له ۲۰۰ مېلیونه ډالرو ډېر زیان لیدلی دی.

په پاکستان کې پخوانی افغان سفیر نجیبالله عليخېل وايي چې د څو لسیزو شخړو اصلي درس دا دی چې افغانان باید د خپل راتلونکي د ټاکلو لپاره « بینالافغاني هوکړه» رامنځته کړي. هغه وایي، له باثباته افغانستان پرته، نه سیمه اقتصادي پرمختګ کولای شي او نه هم نړۍ د اندېښنو د کمېدو هیله لري.

د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سيایاې) پخوانۍ ماموره سارا اډمز وايي چې د ازادۍ جبهې مشر جنرال ياسين ضياء د افغانستان د راتلونکي نظام او دولت د جوړېدو لپاره تر ټولو وړ او مخکښ مبارز دی.