
د امریکا او ایران د خبرو اترو تر هوکړې وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې
له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ وثیق ویلي، چې د مزار شریف - حیرتان پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه او یو تن سخت ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې ټپي شوی کس یې روغتون ته لېږدولی دی.

د خیبر پښتونخوا په تیرا دره کې شاوخوا ۱۰زره او ۴۰۰ د بار قمبرخېل قوم اوسېدونکي له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې په خپلو کلیو کې بند پاتې دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د درنې واورې له امله د یادې سیمې د تګراتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) له ایران او پاکستان نه ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسون زیاته کړې، چې دغه کورنۍ د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت لهخوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۵۳ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې روان کال په ټول افغانستان کې ۱۵۸زره او ۲۰۵ مټریک ټنه پنبه راټوله شوې ده. د دغه وزارت په وینا؛ سږ کال د هېواد په کچه له ۱۰زره او ۲۳۶ هکټاره زیاته ځمکه د پنبې کرکېلې ته ځانګړې شوې وه، چې ښه حاصلات یې ورکړي دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې د مسلکي کارګرو لپاره یې د حرفوي اسنادو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ ګڼ شمېر مسلکي کارګر چې په بېلابېلو برخو کې کاري وړتیاوې لري، د رسمي اسنادو د نشتوالي له امله یې تر دې دمه نهشوای کولی په خپل مسلک کې فعالیت وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د متحده عربي اماراتو له بندخونو شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان خوشې شول چې ځينې خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه شوي او پاتې کسان به د قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې هېواد ته ستانه شي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان زوی قاسم خان وایي، چې هغه او ورور یې غواړي د خپل پلار د لیدو لپاره پاکستان ته سفر وکړي؛ خو حکومت یې د ویزو غوښتنلیکونو په اړه اقدام نهکوي. نوموړي ویلي، اولادونه د خپل پلار له لیدو منعه کول د «ډلهییزې سزا» په څېر ده.

په جېنوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه د طالبانو جزایي اصولنامې ته په غبرګون کې ویلي، چې قانون باید د یوه ملت د ارزښتونو او شخصیت استازیتوب وکړي؛ خو د طالبانو اوسني سخت او ځپونکي فرمانونه د افغانستان له ټولنیز او تاریخي واقعیت سره سمون نهلري.

په هلمند کې د طالبانو د فرعي ګمرکاتو مشر محمد قاسم حقمل ویلي، چې نږدې ۲زره کیلو ګرامه انساني او کرنیز درمل یې د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند رېګ سیمه کې لهمنځه وړي دي. په بلخ کې د طالبانو روغتیا ریاست بیا د ۱۰۰ ټنه تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د سوځولو خبر ورکړی.

د پیرو کاتولیک مشر کارلوس ګارسیا ویلي، چې د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ لیو به د روان زېږدیز کال په نومبر یا ډسمبر میاشت کې دغه هېواد ته سفر وکړي. د راپور له مخې؛ د دغه سفر احتمال ۸۰سلنه ښودل شوی.

د افغانستان د ۱۹کلنو کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي فیصل شینوزاده د هند پر وړاندې شانداره لوبه وکړه او د ۱۱۰ منډو په جوړولو سره د ۲۰۲۶کال د ۱۹ کلنو کرېکټ نړۍوال جام د غوره توپوهونکو د جدول په سر کې راغلی.

د بشري حقونو څار سازمان په راپور کې راغلي، چې طالبانو په ۲۰۲۵کال کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په لا سختولو او د رسنیو د کنټرول لپاره د مقرراتو په وضع کولو سره خپل ظلم پراخ کړی دی.

د هغو راپورونو له خپرېدو سره هممهاله چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې د ځای او چوکاټ پر سر د اختلاف له امله لغوه شوې دي؛ د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې دغه خبرې اترې به د جمعې په ورځ په عمان کې ترسره شي.

افغان سرې میاشتې ټولنې د چهارشنبې په ورځ ویلي، ۱۴ افغان وګړي چې د ایران او ترکیې په پوله په واورو کې بند پاتې وو ژغورل شوي او د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي. د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان په درېیو بېلابېلو روغتونونو کې بستر دي.

د امنیت شورا په ناسته کې د چین استازي د یادې شورا د نورو مهمو غړو په څېر د افغانستان په خاوره کې د القاعده، داعش او د اویغوریانو په څېر د ترهګرو ډلو د فعالیت او شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي له طالبانو وغوښتل، چې د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب وايي، «سپاه پاسداران په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد تر ټولو ستره او ځواکمنه مبارزه کوونکې اداره ده».

امریکا د داسې نړۍوال سوداګریز بلاک د جوړولو طرحه وړاندې کړې، چې موخه یې پر چین د اتکاء کمول او د نړۍ د اکمالاتي ځنځیرونو پیاوړتیا ده. د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس ویلي، چې غواړي له خپلو متحدانو سره په ګډه د مهمو منرالونو لپاره «د ترجیحي سوداګرۍ سیمه» جوړه کړي.