
د ازبکستان ولسمشر په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په یوه رسمي سفر پاکستان ته رسېدلی او د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شریف یې د اسلام اباد په نور خان هوایي ډکر کې هرکلی کړی دی.

د امریکا په منځګړتوب د اوکراین او روسیې پلاوي د ۳۱۴بندیانو د تبادلې پر هوکړې سلا شوي دي. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي، چې که څه هم د جګړې د پای ته رسولو لپاره لا هم مهم کارونه پاتې دي، خو دا هوکړه یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، په وروستیو کې یو شمېر ناسم خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې کابل ښاروالۍ د چاپېریالي سرغړونو لپاره نوی قانون جوړ کړی او د دغه قانون له مخې به د خځلو غورځوونکي د یوې کاري ورځې جبري کار په ډول جریمه کېږي.

د ملګرو ملتونو یو نوی رپوټ وايي،د افغانستان خصوصي سکتور د اقتصادي بیا رغونې، کارموندنې او اوږدمهاله ثبات لپاره بنسټیز رول لوبولی شي، خولاهم افغان سوداګر د پانګونې د کمي، مالي سرچینو ته د محدود لاسرسي، برېښنا نشتوالي او د مقرراتو بېثباتۍ له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشېف په دغه هېواد کې د قزاقستان له سفیر بېبوت اتامکولوف سره په لیدنه کې د سیمهییز اتصال او همغږۍ په بهیرونو کې د افغانستان پر رول خبرې اترې کړې دي.

د خیبر پښتونخوا مشرتابه کمېټې کې پرېکړه شوې چې د ترهګرۍ ضد تګلارې لپاره د ټولو سیاسي ګوندونو، ولسي استازو، مخورو شخصیتونو او فدرالي حکومت ترمنځ سلا مشورې وشي او ګډ او همغږي اقدامات وشي. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي چې امنیت ددوی لومړیتوب دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یې په کابل ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو ۷۳کسان نیولي دي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګېرهارد کارنر یوځل بیا ټنیګار کړی، چې هېواد به یې له طالبانو سره خپلې «تخنیکي خبرې اترې» دوامدارې وساتي. کارنر وویل، چې له طالبانو سره خبرې اترې «ډیپلوماټیکې» نه دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران ویلي، چې روسیې د کازان ښار د اقتصادي، فرهنګي او ګرځندوی فورم لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېراحمد حقاني ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

د امریکا سوفان څېړنیز مرکز په یوه نوي تحلیل کې خبرداری ورکړی، چې په ۲۰۲۱کال کې له افغانستان نه په بیړه د امریکايي ځواکونو تر وتلو ورورسته دغه هېواد د لوېدیځ لپاره په یوه «ستراتېژیک ړوند ځای» بدل شوی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې افغانستان امن دی او د دغه هېواد له خاورې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نهکوي. د هغه په وینا؛ داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې او اوس یې په ګاونډ کې ځالې جوړې کړې دي.

په بلخ کې د طالبانو د روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وایي، د روان کال په تېرو لسو میاشتو کې په بلخ حوزوي روغتون کې تر ۲۱ زره ډېر ماشومان زېږېدلي چې له دې ډلې شاوخوا ۶۰۰ ماشومان له وخته مخکې زېږېدلي او ۴۲۰ ماشومان د زېږون تر مخه مړه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې تر دا مهاله یې په افغانستان کې ۲.۳ مېلیونه کسانو ته د خوراکي توکو مرستې رسولې دي. د اوچا په وینا؛ له بشري مرستندویه سازمانونو سره یې په ګډه په افغانستان کې د یخنۍ له امله زیانمنو کسانو ته د مرستې رسولو چارې چتکې کړې دي.

په کندوز کې د طالبانو تر واک لاندې د بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې. د یادو سیاليو موخه د دغه دودیز ورزش وده یاده شوې ده.

په داسې حال کې چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې یادې ډلې پر ښځو او نجونو پراخ بندیزونه لګولي؛ د طالبانو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ادعا کړې، چې د روانې اوونۍ په ترڅ کې یې د ښځو اړوند ۹۴ حقوقي قضیې حل کړې دي.

له هغه وروسته چې امریکا او ایران د عمان په منځګریتوب په خبرو اترو هوکړې ته ورسېدل؛ د تېلو بیې نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۶مه) راټیټې شوې دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ وثیق ویلي، چې د مزار شریف - حیرتان پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له کبله ۴ کسان مړه او یو تن سخت ټپي شوی دی. نوموړي زیاته کړې، چې ټپي شوی کس یې روغتون ته لېږدولی دی.

د خیبر پښتونخوا په تیرا دره کې شاوخوا ۱۰زره او ۴۰۰ د بار قمبرخېل قوم اوسېدونکي له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې په خپلو کلیو کې بند پاتې دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د درنې واورې له امله د یادې سیمې د تګراتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو جوړوونکو او مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې په لويه کچه عمليات پيل شوي دي. ځایي چارواکو ویلي، شاوخوا ۴۵ کسان د جعلي پاکستاني پېژندپاڼو د جوړولو، برابرولو او ناقانونه فعالیتونو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، چې د چهارشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۵مه) له ایران او پاکستان نه ۶۳۰ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. یاد کمېسون زیاته کړې، چې دغه کورنۍ د نیمروز، هرات، کندهار او ننګرهار له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

د خیبرپښتونخوا ایالت د پېښور سترې محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ، منظور پښتین او د دغه غورځنګ پر یو شمېر مشرانو د پاکستان حکومت لهخوا د لګېدلي بندیز پرېکړې پخلی کړی. له دغه محکمې پر پښتون ژغورنې غورځنګ د بندیز لرې کولو غوښتنه شوې وه؛ خو یادې محکمې دغه غوښتنه رد کړې ده.