
جرمني رسنۍ: له پاکستان څخه د افغان کډوالو يوه نوې ډله جرمني ته لېږدول کېږي
جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) به د هغو افغانانو څلورمه ډله له پاکستان څخه جرمني ته ورسېږي، چې د دې هېواد د حکومت له لوري منل شوې ده.

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د سېشنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) به د هغو افغانانو څلورمه ډله له پاکستان څخه جرمني ته ورسېږي، چې د دې هېواد د حکومت له لوري منل شوې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست نجیبالله حیات حقاني په ارزګان او ننګرهار ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ښارګوټو تفصیلي پلانونه منظور کړل. په دغو ښارګوټو کې به ۲۲۴۰ کورونه جوړ شي.

په پاکستان کې په دې وروستیو کې د کورونو له مالکانو غوښتل شوي، چې ناقانونه افغان کډوالو ته کورونه په کرایه ورنهکړي، نو له همدې امله سلګونه کورنۍ د پلازمېنې اسلاماباد په ارجنتینا پارک کې شپې او ورځې تېروي او د اېستنې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د اسرایيل لومړي وزير ويلي، دغه هېواد به هېڅ بهرني ځواک ته اجازه ورنهکړي چې د غزې د امنیت لپاره په دې سيمه کې ځایپرځای شي. له دې څرګندونو سره سم، د غزې د وضعیت او د سيمې د راتلونکي د ارزونې لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه په استانبول کې پيل شوې.

د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزارت مرستیال او د ایران د رېل پټلۍ شرکت اجرایوي رییس وايي، چې د تلې په میاشت کې د ایران-افغانستان رېل پټلۍ له لارې ۶۳ زره ټنه صادرات او واردات شوي. نوموړي ویلي، چې «د کال تر پایه پورې به پر دې لاره د بار وړلو کچه۱۰۰ زره ټنو ته ورسیږي.»

مخکینی ولسمشر اشرف غني وايي، افغانستان اوس د تېرو لسیزو په څېر په اقتصادي محاصره کې نه دی او له منځنۍ اسیا سره د دوی له تعامل او سفرونو وروسته، دغه هېوادونه په خلاص مټ په دې برخه کې ونډه اخلي او د ګډو بندرونو له لارې یې له افغانستان سره سوداګري خورا غوړېدلې ده.

د طالبانو د نفت او ګاز دولتي شرکت رییس وايي، د تېلو د تخلیې، زېرمه کولو او وېش د اسانتیا په موخه د هرات د روزنک رېل پټلۍ په تمځای کې د تېلو د زېرمو د جوړېدو چارې پیل شوې. د زېرمو د جوړولو لومړی فاز به د ۱۰۰۰ ټُنه ډیزلو او پټرولو د ساتلو وړتیا ولري.

د چین صدراعظم لي چيانګ د دوشنبې په ورځ له روسي صدراعظم ميخايل ميشوستين سره د لیدنې پر مهال وویل چې بیجنګ غواړي له مسکو سره ګډې امنیتي ګټې وساتي او په مختلفو برخو کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي. دواړو مشرانو په چینايي ښار هانګژو کې خبرې وکړې.

د طالبانو د کډوالو عالي کمیسیون اعلان وکړ، چې پاکستان تېره ورځ د لړم ۱۱مه ۱۵ زره او ۲۳۴ افغان کډوال اېستلي دي. دغه افغان کډوال د تورخم، سپین بولدک او بهرامچې له لارې هیواد ته راستانه شوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، په استانبول کې افغان طالبانو ته په ډاګه ویل شوي چې ترهګري کنټرول کړي. احمد شریف چوهدري پاکستاني خبریالانو ته ویلي، چې اسلام اباد له امریکا سره په افغانستان کې د بریدونو تړون نه لري. نوموړي ويلي، چې «قاچاق وړونکي په افغان سیاست کې مداخله کوي».

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جناتن ټراټ او د توپوهنې روزونکي انډریو پوټیک دندې به تر ټاکل شویو نیټو وروسته، پای ته رسېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تهران د اوبو په برخه کې د کابل له چلنده ناراضه دی. اسماعیل بقايي وايي، ایراني چارواکو د طالبانو د حکومت چارواکي د اوبو په برخه کې د تعهداتو عملي کولو ته هڅولي او دغه راز د هلمند د اوبو تړون هم روښانه دی.

د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو نړۍوالې ورځې په مناسبت د «نی» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تېرو ۲۴ کلونو په اوږدو کې طالبان د افغانستان دننه د ۱۷۰ نه زیاتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې مسوول دي.

ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د پاکستان امنیتي ادارو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ د خېبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په لالۍخېل سیمه کې د «ابو دوجانه» په نوم د ماین جوړونې یو ماهر کس وژلی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال په کابل کې د چین له سفیر سره د بېرته ستنېدونکو افغانانو سره د مرستې او ګډو همکاریو په تړاو ناسته کړې ده. د یاد سازمان خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د څو اړخیزو همکاریو په ارزښت ټینګار شوی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې په ټلېفوني خبرو کې د سیمې د سولې او ټیکاو د ساتنې اړوند پر ګډو ژمنو ټینګار کړی. سعیدوف زیاتوي، چې متقي سره یې د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو اړوند هم نظریات تبادله کړي.

بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د مڼو په حاصلاتو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی. یاد ریاست وایي، په دغه ولایت کې پر ۱.۷۱۱ هکټاره ځمکه د مڼو بڼونه جوړ شوي او سږکال ترې ۶۶زره او ۴۸۰ مټریک ټنه د مڼو حاصلات راټول شوي دي.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیعالله خالص په افغانستان کې د یونېسف له مسوولینو سره د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. طالبانو له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون له اغېزو د زیانمنو ښځو او ماشومانو په برخه کې کار وکړي.

د بلخ ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند وایي، د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې تر اوسه ۴ کسان مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

په سمنګان کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند وايي، په دغه ولایت او په ځانګړې توګه په خُلم او تنګي تاشقرغان سیمو کې د نن شپې د شوې زلزلې له امله تر اوسه ۵ کسان مړه او څه باندې ۱۴۰ نور ټپيان شوي دي.

فاکس نیوز راپور ورکوي، چې د امریکا حکومت پر لبنان فشارونه زیات کړي، څو د ایران له ملاتړ څخه برخمنه حزبالله ډله بېوسلې کړي. دا فشارونه تر هغه وروسته زیات شوي، چې د لبنان حکومت او پوځ په دې برخه کې پاتې راغلل.