
اریانا افغان هوایي شرکت وايي پاکستان یې د الوتنو ډېرولو غوښتنه رد کړې
د اریانا افغان هوایي شرکت عمومي رییس بختالرحمن شرافت وايي، پاکستان ته یې وړاندیز کړی و چې د افغانستان د خلکو د اسانتیا لپاره د لا زیاتو الوتنو اجازه ورکړي، خو دا غوښتنه یې پاکستان نه ده منلې.



















