
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر امریکا او ایران غږ کړی چې بېرته اوربند ته را وګرځي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځني ختیځ د کړکېچ پر زیاتېدو «ژوره اندېښنه» ښودلې او پر تهران او واشنګټن یې غږ کړی، چې بېرته اوربند ته را وګرځي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د منځني ختیځ د کړکېچ پر زیاتېدو «ژوره اندېښنه» ښودلې او پر تهران او واشنګټن یې غږ کړی، چې بېرته اوربند ته را وګرځي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت ویلي چې سهیل شاهین او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مسوول چارلي ګوډل لیک له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۶ کال د جون په ۹مه په هرات ښار کې پر مظاهرهچیانو له حده زیات زور کارولی دی. یاد سازمان ویلي، چې د طالبانو ځواکونو کورونه تلاشي کړي، موبایلونه یې پلټلي او هغه کسان یې نیولي، چې د لاریون ویډیوګانې یې لرلې.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پاډکاسټونو درول شوې لړۍ له شاوخوا شپږ میاشتو وروسته یوځل بیا پیل کړې ده. نوموړي ویلي چې د پاډکاسټونو لړۍ یې د معلومو دلایلو له امله درول شوې وه.

ایراني چارواکي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري له ۳،۲ میلیارده ډالرو زیاته شوې، خو له افغانستان نه یې واردات د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دي. د ایران د دوغارون بندر یوه چارواکي وویل، چې د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي اتحادیې سره د ایران له تجارت ډېر دی.

اروپايي ټولنې په هرات کې د طالبانو لهخوا د ښځو نیولو او د لاریون والو پر وړاندې د زور زیاتي کارول غندلي او وايي، طالبان دې د بشري حقونو اړوند خپلو نړۍوالو مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

په ایټالیا کې ولسي دایمې محکمې د افغان کډوالو د ستنولو پر سر د خبرو اترو لپاره بروکسل ته د طالبانو د استازو بلل غندلي او له اروپايي ټولنې یې غوښتې، چې خپله بلنه بېرته واخلي. محکمې ویلي، چې اروپايي ټولنه دې افغانستان ته ټولې جبري ستنونې ودروي.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې د پلازمېنې په شپږمه حوزه کې پر نجونو د موټر برید عامل، چې څو تنې یې ټپي کړې، تثبیت شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي. خالد ځدراڼ ویلي، چې د ټپي شویو نجونو روغتیايي وضعیت ډاډ وړ دی.

افغان ښځې وایي چې د طالبانو د حجاب اړوند نوې سختې تګلارې له امله له «دوزخي وضعیت» سره مخ دي او په سخته ګرمي کې بشپړ حجاب اخېستل خورا سخت دي. دغو ښځو انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو د ښځو د مخونو او سینګار کتلو لپاره ښځې ګومارلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې په هرات کې یو شمېر وړو نجونو د حجاب په ملاتړ لاریون وکړ. طالبان داسې مهال ددغه لاریون خبر ورکوي، چې په هرات کې د حجاب نه مراعاتولو په نامه ددې ډلې د محتسبانو خلاف خلکو لاریون کړی و.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې غواړي د ایران د تېلو د مهمو زېرمو مرکز، خارګ ټاپو په واک کې واخلي، خو په وینا یې ډاډه نه دی چې امریکایان د جګړې د پراخېدو حوصله ولري.

سرچینې وایي چې په استانبول کې شوې غونډه، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او پاکستانی سیاستوال مشاهد حسین کوله، ښو پایلو ته رسېدلې ده. د سرچینو په وینا، دا غونډه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو لپاره د راتلونکو اونیو د مذاکراتو پیلامه بلل کېږي.

له هرات څخه سرچینې وایي چې د طالبانو د «امر بالمعروف» محتسبانو په دغه ښار کې د ښځو د نکریزو شپې مراسم ګډوډ کړي. د سرچینو په وینا، په مراسمو کې لسګونه ښځې وې او طالبانو هڅه کړې چې یو شمېر ښځې د موسیقۍ خپرولو په تور ونیسي، خو د ګډونوالو د کورنیو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالات به ایران ته نن شپه ډېره سخت ضربه ورکړي او ډېر ژر به د دغه هېواد د تېلو او ګازو پر زیربناوو او بازارونو کنټرول ترلاسه کړي.

د برېتانیا د دفاع وزیر جان هیلې د پنجشنبې په ورځ د پوځي لګښتونو پر سر د اختلاف له امله استعفا ورکړه او لومړي وزیر کیر سټارمریې تورن کړ چې د هېواد د دفاع لپاره اړینې دولتي سرچینې نه برابروي.

په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د دغه ولایت د ټولنیزو رسنیو له فعالانو سره یې د عامه پوهاوي، «واقعیتونو رسنیز کولو» او د خلکو او طالبانو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په تړاو ناسته کړې ده.

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د دغه هېواد د غلو (غنم او اوړو) د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال له سپتمبر څخه د۲۰۲۶ کال تر می میاشتې پورې ۱۲،۲ میلیونه ټنوته رسېدلی. افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په ازبکستان کې خپل سفیرالکساندر اوګورودنیکوف په هممهاله توګه د افغانستان لپاره د خپل هېواد د فوقالعاده او مختار غیر مقیم سفیر په توګه ټاکلی. نوموړی اوس مهال په ازبکستان کې د بېلاروس د سفیر په توګه دنده کوي.

په هرات کې د طالبانو والي د دغه ولایت له دیني عالمانو او د جوماتونو له خطیبانو سره په ناسته کې د بشپړ «شریعت» پر پلي کولو ټینګار کړی دی. دغه ناسته په هرات کې د طالبانو لهخوا د ښځو له نیولو او لاریونونو وروسته شوې ده.

د اسټرالیا حکومت په هرات کې د ولسي لاریونونو د ځپلو او په دغه ولایت کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه هېواد پر طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او ټول هغه سیاستونه او اقدامات چې د ښځو او نجونو د ځپنې لامل کېږي؛ لغوه کړي.

پاکستان یو وار بیا له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپل مسوولیتونه ادا کړي او د افغانستان له خاورې د وسلهوالو فعالیتونو مخه ونیسي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي خبرداری ورکړی، که له افغانستان نه ګواښ دوام وکړي؛ نو دوی به د ځان د دفاع لپاره لازم ګامونه پورته کړي.