
د لبنیاتو ټولنه: په هرات کې هره ورځ نږدې ۱۴۰ ټنه شیدې تولیدېږي
په هرات کې د لبنیاتو ټولنې مسوولین وایي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۲۵۰ د لبنیاتو پلورلو هټۍ او ۱۰ تولیدي کارخونې فعالې دي. د یادې ټولنې مشر عبدالرحیم عثماني وايي، په هرات کې هره ورځ له ۱۳۰ تر ۱۴۰ ټنه شېدې تولیدیږي.



















