
طالبان: شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو د روان کال په کانکور ازموینه کې ګډون کړی
د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې مرستیال رحیمالله حقاني نن په کابل کې د کانکور ازموینې د درېیم پړاو د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې د ۱۴۰۵ کال په کانکور ازموینه کې شاوخوا ۱۲۰ زره کسانو ګډون کړی دی.



















