
ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
په ایټالیا کې په موټر کې د دریو افغان او یوه پاکستاني کارګرانو د ژوندي سوځولو له پېښې یوازیني ژغورل شوي افغان ویلي، چې د کار څښتن د پېسو غوښتلو له امله اور ور اچولی.

په ایټالیا کې په موټر کې د دریو افغان او یوه پاکستاني کارګرانو د ژوندي سوځولو له پېښې یوازیني ژغورل شوي افغان ویلي، چې د کار څښتن د پېسو غوښتلو له امله اور ور اچولی.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیال زین العابدین عابد په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) او د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له استازو سره په کتنه کې د یاد سازمان د درول شویو پروژو د بیا پیل کېدو غوښتنه کړې ده.

روسیې د چارشنبې په ورځ اوکراین تورن کړ چې د ډرون برید په ترڅ کې یې اته ملکي وګړي وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي. مسکو وايي، برید د روسیې تر کنټرول لاندې د ختیځ اوکراین په دونېڅک سیمه کې پر یوه مسافر وړونکي بس شوی.

د ازبکستان د ګمرکونو دولتي کمېټې خبر ورکړی، چې روسیې ته له افغانستان نه د وچو زردالو (کشتې) د صادراتو په کارتنونو کې یې د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت ۱۳ کیلوګرامه هیرویین نیولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د نفت او ګازو دولتي شرکت ویلي، چې د کابل ښار اوسېدونکو د اسانتیا په موخه یې په کابل ښار کې د اوبلن ګاز د پلورلو دولتي مرکزونه فعال کړي دي.

د روسیې او طالبانو تړون لوېدیزې استخباراتي ادارې اندېښمنې کړې، چې روسیه ممکن د طالبانو له لارې د اوکراین جګړې لپاره د جګړهمارو د لېږد زمینه برابره کړي. شنونکي دا د شمالي کوریا له تجربې سره پرتله کوي چې له مسکو سره تر پوځي همکارۍ وروسته یې زرګونه سرتېري اوکراین جګړې ته واستول.

د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي، طالبانو په دې وروستیو کې د هغې د کورنۍ درې غړي نیولي او د هغې کور یې هم ضبط کړی. نوموړې وایي، غوښتل یې له اروپایي ډیپلوماتانو د خپلې کورنۍ د خوشې کېدو لپاره مرسته وغواړي، خو خبره شوه چې دې ټولنې طالبان بروکسل ته ورغوښتي.

د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې یو افغان د دغه هېواد په وحدت ښار کې د قتل په تور نیول شوی دی. د دغه وزارت په وینا؛ نیول شوی کس د خپل پلار په وژلو تورن دی.

د پاکستان د بلوچستان ایالت په سیفالله کلا ولسوالۍ کې ځايي چارواکو ۲۱ هغه افغان کډوال نیولي دي، چې د دوی په وینا په ناقانونه توګه په دغه سیمه کې مېشت وو. د سیفالله کلا ولسوالۍ مرستیال کمېشنر ساګر کمار ویلي، دغه افغانان د ولسوالۍ د ادارې او پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د «فیمینسټ بهرنۍ پالیسۍ» په اړه په یوه کنفرانس کې له افغان ښځو او نجونو خپل ملاتړ څرګند کړ. هغه وویل: «دا ځای به تل ستاسو کور وي. د افغان ښځو غږ به تل له دغه وزارت نه اوریدل کېږي، ان که طالبان په مجرمانه توګه هڅه وکړي چې دغه غږ ډب کړي».

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وايي، چې تېره ورځ د تېز باد او سخت توپان له امله ۵ کسان ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د دغه بادونو له کبله ۱۶ موټرونه، ۴۰ هټۍ، ۳ استوګنیز کورونه او ۲۰۰ جریبه باغونه تخریب شوي دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت په بېلابېلو سیمو کې د سختو بادونو، شړکنده بارانونو او تندر پرېوتو له امله په رامنځته شویو پېښو کې لږترلږه دوه کسان مړه او ۳۱ نور ټپیان شوي دي. د خیبر پښتونخوا د ناورینونو مدیریت ادارې د راپور له مخې؛ په ټپیانو کې اووه ښځې، ۱۶ نارینه او اته ماشومان شامل دي.

په فراه کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست مرستیال دین محمد عبدالحق خبر ورکړی، چې د اختر په ورځو کې په دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا؛ له دې ډلې د ۱۰۶ ټپیانو درملنه د فراه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې شوې ده.

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست وايي، چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې. یاد ریاست زیاته کړې، چې دغه سیالۍ یې د اختر په مناسبت د «یووالي جام» په نوم ترسره کړې دي.

د خیبر پښتونخوا ایالت د سوات ولسوالۍ په مېنګوره ښار کې د مېشتو بېاسناده افغانانو پر ضد د یادې ولسوالۍ ادارې له لوري پراخ عملیات ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې د افغان سوداګرو له ۵۰ زیاتې هټۍ او سوداګریز مرکزونه تړل شوي دي.

د اېټالیا په سویلي سیمه کلبریا کې پولیسو د یوه سوځول شوي موټر دننه د څلورو کډوالو کارګرو د جسدونو تر موندلو وروسته، د یادې پېښې په تړاو دوه پاکستاني وګړي نیولي دي. په یاده پېښه کې درې افغان کډوال وژل شوي دي.

د غزني یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پیغام کې ویلي، چې طالبانو د غزني ښار د البیروني کډوالو ښارګوټي شاوخوا له ۱۰ نه تر ۱۲ نمرې ځمکې غاصبینو ته ورکړې دي. نوموړي ویلي، چې دغه ځمکې د موټرنو تم ځای او د بازار په ساحه کې شاملې دي.

د پاکستان حکومت وایي، له افغانستان سره د لارو تړل پاتې کېدو او د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د سمندري لارو د ګډوډېدو له کبله دغه هېواد په سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې له ۱.۴ مېلیارد ډالرو ډېر زیان لیدلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو په وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې په ۹ ولایتونو کې یې ۵۰ کسان د «نشهيي توکو د پلور، استعمال او قاچاق» په تور نیولي دي. یاد وزارت ویلي، چې ۱۲ نور کسان یې بیا د بېلابېلو «جنايي جرمونو» په تور نیولي دي.

د بېځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، له زرو ډېر افغان متحدین چې پهکې تر ۴۰۰ډېر ماشومان هم شامل دي؛ لاهم په قطر کې بندپاتې دي. د یاد سازمان په وینا؛ دغه افغانان بېرته افغانستان ته د ستنېدو او یا هم داسې هېوادونو ته د تلو له سخت انتخاب سره مخ دي، چې له بېثباتۍ سره لاس او ګرېوان دي.

د کندوز یو اوسېدونکی چې د طالبانو په زندان کې بندي وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو زندانونه له بېګناه وګړو ډک دي او طالب استخبارات ترې بډې اخلي.