
د اوښکو او غېږو شېبې؛ اسراییلي یرغمل شوي او فلسطیني بندیان له خپلو کورنیو سره یوځای شول
د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو ستنېدو د اسراییل، غزې او لوېدیځې غاړې په سیمو کې احساساتي صحنې رامنځته کړې.

د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د اسراییلي یرغمل شویو او فلسطیني بندیانو ستنېدو د اسراییل، غزې او لوېدیځې غاړې په سیمو کې احساساتي صحنې رامنځته کړې.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر جیتین پرساد تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه وشوه، چې د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه جوړه شي. خو د دغو دواړو هېوادونو تر منځ لنډه ټرانزیتي لاره لانجمنه ده.

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۱مه) د افغانستان انټرنشنل- پښتو سپېس کې وویل، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د پاکستان د زور په مقابل کې خبرې نهکوي، بلکې یوازې د مظلوم په مقابل کې په لوړ اواز خبرې کوي او یوازې پر افغانانو خپل ظلم ته دوام ورکوي.

د هند وتلي شاعر، لیکوال او روڼاندي جاوېد اختر د هند د دیوبند په مدرسه کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د تود هرکلي له امله توند غبرګون ښودلی او وایي: «د طالبانو استازي ته د درناوي له کبله شرمېږم.»

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د روسیې د انرژۍ اوونۍ په نړۍوال فورم کې د ګډون لپاره روسیې ته لاړ. دغه وزارت یاد سفر د اوبو او انرژۍ وزارت لپاره یو مهم سفر بللی دی.

د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې هغې خوا کې پاکستاني پوځيانو اووه تنه افغان ولسي وګړي وژلي او غوښتل یې چې د خپلو دوو سرتېرو له جسدونو سره یې تبادله وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت (یکشنبه د تلې ۲۰مه) د ډيورند کرښې په اوږدو کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ له جګړې وروسته وویل، اسلاماباد دا هیله لري چې یوه ورځ افغان ولس له فشارونو ازاد او د یوه ریښتیني حکومت مالکان شي. دغو څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۰مه د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو لهخوا د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون لږ تر لږه د درېیو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې هوایي بریدونه (که څه هم د پاکستان پوځ تر اوسه دا بریدونه په څرګنده توګه نه دي منلي) غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې طالبان د افغانستان د مذهبي لږکیو د خوندیتوب ضمانت کوي او دوی به د هندوانو او سیکانو عبادت ځایونه ورغوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، یاده ډله باید د افغانستان اړوند موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو ویاند باید پر هغو مسایلو له تبصره کولو ډډه وکړي، چې د دوی له صلاحیته بهر دی.

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د دوشنبې په ورځ د اسراییل په پارلمان کې ویلي چې که ایران چمتو وي نو دی ورسره موافقه کوي.

طالبانو په یوه اعلامیه کې د پاکستان تحریک لبیک ګوند پر اعتراضي ناستې برید خواشینوونکی بللی او په برید کې یې د پاکستان پوځ ښکیل ګڼلی. طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د ستونزو اواري لپاره له خپلو خلکو سره خبرو او مفاهمې ته کښیني.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستنې له اعلان وروسته، د افغان زده کوونکو شمېر په بېسارې توګه کم شوی او ګڼې کورنۍ د نیول کېدو له وېرې خپل ماشومان له ښوونځیو را ګرځوي. په ورته وخت کې د افغان ښوونیزو بنسټونو مسوولان وايي، د ښوونځیو دوام هم له مالي ستونزو سره مخ شوی دی.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پوهنې وزارت د ښوونیزو پیغامونو پرځای د خپلې ډلې د مشر فرمانونو ته تبلیغات کوي. د خلکو په وینا، طالبانو د کابل ښار په ځینو سیمو کې پر لوحو د دې ډلې د مشر د فرمانونو ځینې برخې خپرې کړې دي.

د بدخشان په یاوان ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې تېر ماښام د یادې ولسوالۍ د سرو زرو پر یوه کان د بدخشاني او هلمندي طالبانو ترمنځ نښته شوې ده. د سرچینو په وینا، ۸ هلمندي طالبان او دوه بدخشاني طالبان په نښته کې وژل شوي دي.

د طالبانو مشر په یوه نوي حکم کې د خپلې ادارې په څو کلیدي وزارتونو، قول اردوګانو او ولایتونو کې نوې ګومارنې اعلان کړې دي. په دغو ګومارنو کې په څو وزارتونو کې د معینیت په کچه بدلونونه راغلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ووروستیو نښتو اندېښنه ښودلې او پر دواړو خواوو یې غږ کړی، چې پر ټولیز وضعیت تمرکز وکړي او ارام او محتاط پاتې شي. د یاد وزارت ویاند لین جیان یوې خبري ناستې ته وویل، چې بیجنګ همکارۍ ته چمتو دی.

د کابل د علي اباد روغتون اړوند سندونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښيي د روغتون د جومات ملا او د امربالمعروف وزارت رسمي کارکوونکی له ډاکټرانو او متخصصانو څخه مذهبي ازموینې اخلي او "د عقیدې پلټنه" یې کوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ له یوه ترکمنستاني پلاوي سره یوځای د ټاپي پروژې چارې له نږدې کتلې دي.

پر ډیورنډ کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نښتو وروسته دوه اړخیزه سوداګري درېدلې او لارې تړلې دي. پاکستاني پوځ د کرښې په اوږدو کې د لوړې کچې چمتووالی نیولی. په ورته وخت کې باجوړ کې یوه قومي جرګه له پاکستاني طالبانو سره د خبرو تیاری نیسي، چې له سیمې یې وتلو ته وهڅوي.

د اکتوبر پر۱۳مه په تاشکند کې د ازبکستان او افغانستان د خصوصي سکتور د همکاریو د پراختیا په موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو غونډه کړې ده. په دې غونډه کې ۸۰ افغان سوداګرو او له ۲۰۰ ډېرو ازبک شرکتونو ګډون کړی.