
طالبان وایي سږکال په هلمند کې د سبزیجاتو کرکېله ۸ سلنه زیاته شوې ده
په هلمند کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د سبزیجاتو کرکېله د تېرو کلونو پرتله له ۵ تر ۸ سلنې پورې لوړه شوې ده.

په هلمند کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د سبزیجاتو کرکېله د تېرو کلونو پرتله له ۵ تر ۸ سلنې پورې لوړه شوې ده.

په افغانستان کې د ناخوندي خوړو ناورین په اړه د ملګرو ملتونو د جدي اندېښنو په ځواب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو له بیا واکمنۍ د څه باندې څلورو کلونو په تېرېدو اوس د دې وخت رارسېدلی چې یاده ډله د افغانانو د روغتیا او هوساینې د ملاتړ په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په رسمي سفر واشنګټن ډيسي ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په وینا؛ په امریکا کې د پاکستان سفیر رضوان سعید شیخ او د دغه سفارت یوشمېر لوړپوړو چارواکو د نوموړي هرکلی وکړ.

وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له خنډونو، محدودیتونو او د لارو پرلهپسې تړل کېدو له امله له بندیزنو سره مخ شو، په افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار د درملو بازارونه سخت اغېزمن شوي دي.

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې په کوربهتوب د امنیت شورا نړۍوال فورم په لومړۍ غونډه کې ویلي، دوی د یوه داسې ځواکمن دفاعي سیستم جوړولو په لټه کې دي چې د افغانستان د امنیت په ګډون د سیمې د ټیکاو لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د بیروت په څنډو او د لبنان پر سویلي او ختیځو سیمو د اسراییل بریدونه وغندل. بقايي نړۍوالې ادارې او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په «بېغورۍ» تورنه کړه او زیاته یې کړه، چې د دوی چلند د اسراییل «د لا زړورتوب» لامل شوی دی.

د روسیې د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسماکوف د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد سره لیدلي دي. د روسیې دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه غونډه کې د سیمهییزو امنیتي مسلو او دوه اړخیزه پوځي همکاریو په اړه خبرې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د نړۍوالو ستراتېژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ د راپور له مخې لیکلي، چې د تایوان په سر د امریکا او چین هر ډول جګړه کولای شي وضعیت تر اټومي مقابلې ورسوي. دغه بنسټ ویلي، نړۍ د نوې اټومي وسلهوالې سیالۍ په درشل کې ده او د اسیاـارام سمندر سیمه به د یادې سیالۍ مرکز وي.

په غزني کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې تېره ورځ د دغه ولایت د مالستان ولسوالۍ په یوه بند کې درې ځوانان د لامبو پرمهال په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي. د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پېښه د مالستان ولسوالۍ د شېرداغ په سیمه کې شوې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو غړو او چارواکو له لوري د ۲۱ ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جنسي تېري پېښې ثبت او تایید شوې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د ۲۰۲۶کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه له یو مېلیارد او ۲۷۰ مېلیون ډالرو اوښتې چې له دې ډلې شاوخوا ۷۴ مېلیون ډالره یې د افغانستان صادرات او پاتې برخه یې واردات جوړوي.

په افریقا کې د اېبولا ناروغۍ د چټک خپرېدو مخنیوي لپاره د نړۍوالو مرستو ژمنې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې نږدې نیمایي ته راکمې شوې دي. د افریقا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، دغه مرستې له نږدې ۵۰۰ مېلیون ډالرو شاوخوا ۲۹۰ مېلیون ډالرو ته راټیټې شوې دي.

د افغانستان د کورش، سامبو او غېږ نیونې فدراسیون د جرمني په برلین کې د افغانستان د ملي جوډو او کورش لوبډلې د پخواني غړي اسماعیل کاکړ مړینه تایید کړې ده. د راپورونو له مخې؛ دغه مشهور افغان لوبغاړی د چهارشنبې په ورځ د جرمني په برلین کې د زړه د حملې له امله مړ شوی.

په سرپل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ نقیبالله علم یار وايي، چې د ګوسفندي او سانچارک ولسوالیو ترمنځ پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې ټپيان یې سیمهیيز روغتون ته لېږدولي دي.

د طالبانو دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د مسکو په یوې امنیتي غونډه کې خبرداری ورکړی، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان د ناورین په لور بوځي. هغه د کوم هېواد نوم اخیستلو پرته ویلي: «هغه چې ناسمه محاسبه یې کړې ده، هیڅکله به خپلو موخو ته ونه رسېږي».

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د لوی اختر په دویمه ورځ د کابل د «امېد ښارګوټي» پارک د خلکو پر مخ تړلی دی. د نوموړي په وینا؛ د طالبانو امر بالمعروف محتسبانو هغه مهال پارک وتاړه، چې په پارک کې یې یوشمېر ښځې او ماشومان په زانګوګانو او تفریحي وسایلو کې ولیدل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د ایران له حکومت سره په خبرو اترو کې «د فشارونو په برخه کې پیاوړی نفوذ» لري. هغه خبرداری ورکړی، که خبرې اترې د امریکا په ګټه یوې هوکړې ته ونه رسېږي؛ نو د پوځي اقدام انتخاب به د مېز په سر پاتې شي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال ملي لوبډلې د «الماس جوبیلي» په نوم په څلور اړخیزو نړۍوالو سیالیو کې د ګډون لپاره ۲۳ کسیز وروستی نوملړ اعلان کړی. دغه سیالۍ د افغانستان، مالدیف، پاکستان او بنګلهدېش تر ۲۳ کلنو کمعمره لوبډلو په ګډون په مالدیف کې ترسره کېږي.

د جرمني «این ډي ار» خبري شبکې راپور ورکړی چې طالبان غواړي له اروپا څخه دافغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنولو په برخه کې له اروپايي هېوادونو سره د همکارۍ په بدل کې، له جرمني وروسته د اروپايي ټولنې نورو غړو هېوادونو ته هم خپل ډېپلوماټان واستوي.

روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې مسکو دې پر کییف د «سیستماتیکو بریدونو» له ترسره کولو ډډه وکړي او یو ځل بیا یې بهرنیو ډېپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین پلازمېنه پرېږدي.

نیویارک ټایمز د طالبانو د چارواکو له قوله وايي، چې یو شمېر افغان جنګیالي له تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) سره یوځای شوي. په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ تل ادعا کوي، د ټي ټي پي د بریدونو پر مهال د افغانانو ګډون مخ پر زیاتېدو او د دې ډلې ترڅنګ د پاکستاني ځواکونو پر ضد جګړه کوي.