
طالبان وايي تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۷ زره ټنه انتقالات شوي
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷,۹۹۹ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د حیرتان، اقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۷,۹۹۹ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په پنجشېر کې یې پر تازه بېرته راستنو شویو کډوالو او په هرات، کندوز او اروزګان ولایتونو کې یې پر بېوزلو کورنیو نغدي پیسې او خوراکي توکي وېشلي دي.

د ایران د بشري حقونو یوې ډلې ویلي چې ددغه هېواد په وروستیو ولسي لاریونونو کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسان وژل شوي دي. د بشري حقونو ډلې هرانا د وروستیو معلوماتو له مخې،۴۹۰ مظاهرهچیان او ۴۸ امنیتي کسان وژل شوي او تر ۱۰،۶۰۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ماسپښین له کابل څخه متحده عربي اماراتو ته لاړه، چې له ویسټانډیز سره د درې شل اوریزو نړیوالو لوبوپه لوبلړۍ کې ګډون وکړي. د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوریزه سیالي به د جنورۍ پر ۱۹مه په دوبۍ کې ترسره شي.

پاکستاني او امریکايي پوځي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د نوښار ولسوالۍ په پبو سیمه کې د دوه اړخیزو ګډو پوځي تمرینونو دیارلسم پړاو پیل کړی دی.

د ملک سلمان د خیریه مرستو او بشرپاله چارو بنسټ وایي، چې د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې یې پر اړو کورنیو د مرستې ۵۷۰ کڅوړې وېشلې دي.

د سویډن حکومت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپلې هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره ۱۵ میلیارد سویډني کرونه (شاوخوا ۱،۶ میلیارد ډالر) لګوي. د سویدن دفاع وزیر وايي، هېواد یې د ښارونو، پلونو، برېښناکونونو او نورو حیاتي بنسټونو د خوندیتابه لپاره لنډ واټنه هوايي دفاعي سیستمونه پېري.

ځايي روغتیايي چارواکي وایي، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه درې فلسطینیان وژل شوي دي. دا پېښې داسې مهال دي، چې له تېر اکتوبر راهیسې د اوربند له هوکړې سره سره، لا هم تاوتریخوالی دوام لري.

د طالبانو د بدخشان ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، چې د کشم ولسوالۍ پولیسو له یوه عمرخوړلي او مسلکي سوالګر سره ۴۹۱ زره افغانۍ کشف او ضبط کړې دي.

د طالبانو له سرې میاشتې ټولنې ترلاسه شوی اسناد ښيي، چې د یادې ادارې مشر شهاب الدین دلاور خپل زوی کریم الله دلاور ته، چې ده د خپل ساتونکي په توګه معرفي کړی، د قطر، ترکیې، ډنمارک او ناروې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو له پنځو مرستندویه ادارو امتیازي معاشونه اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وړاندیز وکړ چې کیوبا باید له متحده ایالاتو سره یوه معامله وکړي او خبرداری یې ورکړ چې که دا کار ونه کړي، نور به له هېڅ لوري تېل او مالي ملاتړ ترلاسه نه کړي.

له پېښو سره د طالبانو د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس د ډنمارک د کډوالو شورا د پروګرامونو له مسوولې هنا روزهالوي سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان اړمنو خلکو ته د مرستو رسېدو په خاطر له موسساتو سره له خنډ او ځنډ پرته د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیکوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) وایي، له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي شاوخوا ۲،۴ میلیونه کډوال د بېرته ادغام په بهیر کې له ګڼو او جدي ننګونو سره مخ دي. د سازمان په وینا، یوازې ۱۱سلنه راستنو شویو کډوالو کار موندلی او پاتې ۸۹ سلنه نور یې لا وزګار دي.

د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د روان کال په ترڅ کې له کندهار ولایت څخه ټولټال دوه نیم ټنه شات بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي. د یاد وزارت په وینا، دغه صادرات د شاتو په تولید کې د پام وړ زیاتوالي او د ریحان د کرنې د پراخېدو ښکارندویي کوي.

ایبيسي نیوز په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو څلور کاله وروسته، یوازې د جګړو بڼه بدله شوې او د هوايي بمباریو او ځانمرګو بریدونو پر ځای اوس د طالبانو فرمانونه د خلکو ژوند اغېزمنوي او قربانۍ ترې اخلي.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست سرچینو افغانستان انټرنشنل ته یو نوملړ سپارلی، چې له مخې یې د یاد ریاست رییس امین الله شریف په اړوندو ادارو کې ۳۲ تنه خپلوان او د خپلې ولسوالۍ کسان ګومارلي دي. په دغو ګومارنو کې د ولسوالیو مدیران او د دولتي روغتونونو امرین شامل دي.

د افغانستان لپاره ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې سویډن شاوخوا ۶،۵ میلیونه ډالر له افغانستان سره مرسته کړې. د یاد صندوق په وینا، دغه مرسته به د بنسټیزو خدماتو د پراختیا، د اقتصادي او اقلیمي مقاومت د پیاوړتیا او د زیانمنو شویو او بېځایه شویو ټولنو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.

په خوست کې ځینو افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو ددغه ولایت په دیني مدرسو کې پر انځور او ویډیو اخېستو باندې بندیز لګولی دی. دوی زیاتوي، چې دوه ورځې وړاندې د خوست د جهادي مدرسې په کلنۍ دستاربندي کې خبریالانو ته د کمرو د وړلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین له اندونیزیایي دیني او اقتصادي استازو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې افغانستان د بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې پراخ فرصتونه لري. اندونیزیایي پانګوالو ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوري.

په ایران کې روان ولسي اعتراضونه، د نړیوالو فشارونو زیاتوالی او د احتمالي بهرنۍ مداخلې بحثونه د سیمې پر هېوادونو، په ځانګړي ډول پر افغانستان هم له ځان سره ژورې اغیزې درلودای شي. که روان وضعیت د ایران د اوسني نظام په سقوط تمامیږي، نو افغانستان به د دغه بدلون له اغېزو خوندي نه وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي، د کابل پوليتخنیک پوهنتون له بېلابېلو پوهنځیو او څانګو څخه تر زرو زیات کسان د لېسانس او ماسټرۍ برنامو څخه فارغ شوي. وایي، دې ډله کې زدهکړیالانو د ساختماني، الکترومیخانیک، جیولوژۍ، کانونو، کیمیاوي انجینرۍ او جیوماتیک څانګو کې زدهکړې کړي دي.