
افغاني سره میاشت وایي په پکتیکا کې یې پر ۱۰۰۰ راستنو شویو کورنیو مرستې وېشلي دي
د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو باندې یې خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، له ګاونډیو هېوادونو څخه پر تازه راستنو شویو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو باندې یې خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

جرمني هېواد نن د شنبې په ورځ ۳۲ افغان پناهغوښتونکي له اسلاماباده څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دا کسان د «فدرالي منلو پروګرام» په چوکاټ کې جرمني ته داخل شوي دي.

د بحران نړیوالې ډلې ویلي چې پاکستان په ناڅاپي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر ټولو زیات زیانمن شوی دی. د دې بنسټ ارزونې ښيي چې که په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شي، اسلاماباد به یو ځل بیا پر افغانستان بریدونو ته مخه کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، یواځې تېرکال شاوخوا ۸۲ زره هېوادوالو او ۶ زره بهرنیو وګړو ته د کار رسمي جوازونه وېشل شوي دي. یاد وزارت ویاند وایي چې له دې پروسې یې موخه په خصوصي سکتور کې د بهرنیو وګړو د کار تنظیم او دغه راز کارکونکي له خپلو حقوقو څخه برخمن کېدل دي.

د طالبانو دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د یاد وزارت وزیر ملا یعقوب مجاهد امر کړی چې ددې ډلې ټول هغه «بې سرنوشته» وسلوال چې د امنيتي او تصفيوي كميسيون له لوري يې د دويمي کره کتني فورمي تاييد شوي وي، بېرته جذب شي. په ورته وخت کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم ورته امر صادر کړی و.

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د خیبرپښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسلوالو په برید کې یو پاکستانی نظامي وژل شوی او همداشان د خیبر ولسوالۍ په ملاګوري سیمه کې د وسلوالو سره د نښتې پرمهال یو بل پاکستانی نظامي هم وژل شو او ۳ نور ټپیان دي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د یاد وزارت د بشري ځواک لوی ریاست اړوند د کارموندنې خصوصي خدمتونو د انسجام څانګې په درېیمه ربعه کې د کارموندنې له یوولسو خصوصي شرکتونو څخه نظارت ترسره کړی دی. دوی ویلي، د یادې ربعې په لړ کې ۴۷۸ کسان په افغاني شرکتونو کې په کار شوي دي.

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی، چې د تقاعد شویو کسانو لپاره یې د نوبت ورکولو یو نوی انلاین سیسټم (اپلېکېشن) فعال کړی دی. یاد وزارت له تقاعد شویو غوښتي، چې تر دې وروسته د انلاین نوبت له اخیستو پرته دې دغه ادارې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چی د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې یې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړه. په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټی پر ۳۷۴ جریبه ځمکه طرحه شوی چې د ۵۹۰ کورنیو د استوګنې ظرفیت لري.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، چې له پاکستان سره د لارو له تړل کېدو وروسته، د تېرو دوو کالونو سوداګریزې شمېرې ښیي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی، چې په بلخ ولایت کې یې دوه تنه د الکولي مشروباتو د قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. دغه محکمه وایي چې دا سزا یې د شرعي حکم پر بنسټ عملي کړې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو وارداتو د مخنیوي طرحې اغېزمن تطبیق او همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه. په ناسته کې ټینکار شوی، چې دا طرحه باید ګام په ګام او سنجول شوي ډول عملي شي، ترڅو د درملو خدمات ګډوډ نه نشي او عامه ګټې خوندي پاتې شي.

د طالبانو د امر بالمعروف او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې د دوی محتسبینو په خوست، فاریاب، تخار او غزني ولایتونو کې ۹مېرمنې له هغو ستونزو ژغورلې دي چې د ناوړه دودونو له امله ورسره مخ وې او په وینا یې له خپلو حقونو بېبرخې شوې وې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت په مرکز پلعالم، څرخ، برکيبرک، خروار او ازره ولسوالیو کې ۲۷ تاریخي سیمې له پېژندنې وروسته ثبت کړې دي.

په ونزوېلا کې د روسیې سفیر ملیک باګداساروف ویلي، مسکو او کاراکاس به په ټولو برخو کې خپلې سټراتېژیکې همکارۍ په بشپړ ډول وساتي. نوموړي همداراز خبر ورکړی چې د ونزوېلا د بهرنیو چارو له وزیر ایوان ګیل پینتو سره یې لیدنه کړې او له روسیې سره د همکاریو د دوام په اړه یې خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، تېره ورځ جمعه (د مرغومي ۱۹مه) ۵۰۴ کورنۍ چې ټولټال ۲۷۳۷کسان کېږي؛ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د ونزویلا حکومت د اپوزېسیون له مشرې او د نوبل د سولې جایزې له ګټونکې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري. ټرمپ همداراز د ماریا کورینا ماچادو د هغه وړاندیز هرکلی کړی چې ویلي یې دي د نوبل د سولې جایزه به ټرمپ ته ډالۍ کړي.

پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم وایي چې دوی دیني او عصري علومو ته بېسارې پاملرنه کړې ده. نوموړي ټینګار وکړ چې د طالبانو د نظام پرمختګ لپاره اړینه ده چې ټولنه پر علم او پوهې سره سنباله وي.

د امریکا د استازو مجلس غړی ټیم بورچټ د «دولت د موثریت ادارې» په نوم د فرعي کمېټې مشر وټاکل شو. دغه فرعي کمېټه چې د استازو مجلس د څار د کمېټې تر چتر لاندې کار کوي، د حکومت په جوړښت کې د دولتي ادارو د فعالیتونو ارزونه او د عامه لګښتونو څارنه کوي.

«هندو» ورځپاڼې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی نور احمد نور نوي ډيلي ته رسېدلی او ټاکل شوې، چې په هند کې د افغانستان سفارت کې د سرپرست په توګه خپله دنده پیل کړي. د ډیلي او طالبانو ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې په پام وړ ښې شوې دي.

د طالبانو د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي، له بهره وارد شوي او پر افغانانو تپل شوي حکومتونه ناکام دي. نوموړي ویلي، هغه حکومتونه چې د افغانانو په خوښه، د پردیو له لاسوهنې پرته جوړ شوي وي د خلکو رښتیني استازیتوب کوي.