
د هندي فلمي ستوري کمپاین غونډه کې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ۲۹ کسان مړه شوي
د هندي رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د تامیل ناډو ایالت په کارور سیمه کې د فلمي ستوري او سیاستوال تلاپتي وېجي د کمپاین غونډې پرمهال د ګڼې ګوڼې له امله لږ ترلږه ۲۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل شوي دي.



















