
له ۱۴کلونو وروسته؛ د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلېږي
د ډاکه ملي هوايي شرکت د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۸مه) خبر ورکړی، چې له ۱۴کلونو وروسته به د بنګلهدېش او پاکستان ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل شي. یاد شرکت ویلي، چې کراچۍ ته به د بنګلهدېش هوايي شرکت بیمان لومړۍ الوتنه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره شي.



















