
ټرمپ: روسیه او چین له امریکا پرته له ناټو څخه وېره نهلري
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هغه په مشرۍ د امریکا پوځ بیا جوړ شوی دی. د هغه په وینا، که د امریکا پوځ نه وي، نو روسیه او چین له ناټو څخه هېڅ وېره نهلري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هغه په مشرۍ د امریکا پوځ بیا جوړ شوی دی. د هغه په وینا، که د امریکا پوځ نه وي، نو روسیه او چین له ناټو څخه هېڅ وېره نهلري.

په المان او فرانسه کې د پښتو ژبې بهرني ښوونکي وايي، چې له لسیزو راهیسي د اروپا په یو شمېر پوهنتونونو کې پښتو د یوې ژوندۍ ژبې په توګه تدریس کېږي. دغه استادان زیاتوي، چې د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي او د محصلینو شمېر یې هم ورځ تر بلې زیاتېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه دي او همداراز له ۳۱ نورو ادارو چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.

راپورونه ښيي، چې د مینیسوټا ایالت په مینیاپولیس ښار کې یوه ۳۷ کلنه ښځه له موټر څخه د ښکته کېدو د امر له نهمنلو او موټر ته د حرکت ورکولو وروسته، د کډوالۍ ادارې د افسرانو لهخوا په ډزو وژل شوې ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظي کړکېچ زیات شوی، د طالبانو د دفاع وزارت یوه چارواکي په پاکستان کې د اسلامي نظام د رامنځته کېدو غوښتنه کړې. نوموړي ادعا کړې، چې د پاکستان اوسنی حکومت د اسلامي احکامو او شریعت په اړه لازم معلومات نهلري.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله واشنګټن ته د سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره کتلي او په سیمه کې یې د وروستیو پېښو په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې افغاني سرې میاشتې ویلي، چې په ننګرهار او پروان ولایتونو کې یې پر ۲۱۴۰ کورنیو باندې ۲۶۰ ټنه خوراکي او غېر خوراکي توکي وېشلي دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډاني ډانون د چهارشنبې په ورځ د ایران خلکو ته په یوه ویډیو پیغام کې وویل: «زه ستاسو زړورتیا وینم، ستاسو درد احساسوم او د یوې ښې راتلونکې لپاره له تاسو سره امید شریکوم، داسي راتلونکې چې په ایران کې له شر او ترهګرۍ څخه لرې وي».

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د روانو لاریونونو په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او د ایران په اړه یې د امریکا څرګندونې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه او د ایران ضد فشارونو پالیسي بللې ده.

په پېښور کې یو شمېر درمل پلورونکي وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله یې کاروبار ټکنی شوی او هټۍ وال له درنو مالي زیانونو سره مخ دي. دوی د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره د لارو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني ویلي، حکومت باید د پانګوالو لپاره ساده او له شرایطو سره سمون لرونکې پالیسۍ جوړې کړي. یو شمېر طالب چارواکو صنعت ته وده ورکول، د فقر او اړتیا څخه د خلاصون یوازینۍ لاره بللې ده.

بېپولې ډاکټرانو په پاکستان کې د اخراج له ګواښ سره مخ افغان کورنیو د روغتیا په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د حکومت د فشارونو له امله افغان کورنۍ په وېره کې ژوند تېروي او د بېرته ستنېدو پر مهال یې ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغان ځوانانو لوبډله د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو لوبغاړو په نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د نامیبیا هېواد وینډهویک ښار ته رسېدلې. افغان لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ د جنوري په ۱۶مه د سوېلي افریقا پروړاندې ترسره کړې.

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه د پرلهپسې یوولسمې ورځې لپاره هم دوام لري. دا لاریونونه چې د ۱۴۰۴ کال د مرغومې له اوومې نېټې د تهران د بازار د سوداګرو له اعتصاب او د اقتصادي وضعیت د خرابوالي پر ضد پیل شوي وو، اوس د دې هېواد ګڼو سیمو ته غځېدلي او سیاسي رنګ یې هم خپل کړی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د خپل عماني سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره په ټلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سوداګریزو، ټرانزيټي او ټرانسپورټي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې کړې دي. متقي خپل عماني سیال ته کابل ته د سفر بلنه هم ورکړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له لوري یوه بیزو او یو شمېر درې وزره وحشي مرغان د ښکاریانو له منګولو ژغورل شوي او د سپېرې ولسوالۍ په غرنیزو سیمو کې بېرته خپل طبیعي چاپېریال ته خوشې شوي دي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم د مرکزي پوهنتونونو له مسوولینو سره په یوه مشورتي ناسته کې په خصوصي پوهنتونونو کې د تحصیلي بهیر د پیاوړتیا او د کیفیت د ښهوالي په اړه سپارښتنې کړې دي.

نومیالي افغان هنرمند او سندرغاړی فرهاد دریا له افغانستان انټرنشنل سره په یوه ځانګړې مرکه کې د خپلو هنري فعالیتونو او په هېواد کې د موسیقۍ او هنر د راتلونکې په اړه خبرې کړې دي. دریا وايي، دا مهال په افغانستان کې موسیقي ځپل شوې «خو هېڅ شریر او تور ځواک موسیقي نه شي غلې کولای».

د طالبانو تر واک لاندې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، چې د ماشومانو ملاتړ نړۍوالې موسسې سره یې د ۵۴۸ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

د هند د امرتسر سیمهییزې سوداګریزې شورا په خپله غونډه کې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د کرنیزو محصولاتو هوايي صادرات د سیمې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره مهم ګڼلي دي.

روسیې د اوکراین په اودېسا سیمه کې د چارشنبې په ورځ دوه بندرونه په نښه کړل، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان دي. روسیې په تېرو څو اونیو کې د اوکراین پر بندرونو او له دغو بندرونو پر وتونکو بهرنیو بیرغ لرونکو بېړیو څو ځله بریدونه کړي دي.